افغانستان د بنګلدیش څخه لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۴۵ منډو وګټله

افغان سکور: افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې د راشد خان په غوره توپ اچونه بنګلدیش لوبډلې ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان توپ اچونکو یو ځل بیا افغانستان ته بریا ورکړه، چې په کې راشد خان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي او شاپور ځدراڼ ځلیدونکي توپ اچونه ترسره کړه. مجیب د لوبې په لومړي توپ د ...

نور ولوله »

انګلینډ پاکستان ته په دوهم ټیسټ کې ستره ماتې ورکړه

افغان سکور: انګلینډ په دوهمه ټیسټ لوبه کې پاکستان ته په یوه اننګز او ۵۵ منډو ماتې ورکړه او سیریز یې برابره کړه. دغه ټیسټ چې د دواړو هیوادونو تر منځ دوهمه او وروستۍ لوبه وه، د انګلینډ په لیډز ښار کې تر سره شوه. د لوبې په پیل کې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه. ...

نور ولوله »

افغانستان بنګلدیش ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه

افغان سکور: نن په هندوستان کې د افغانستان او بنګلدیش تر منځ لومړۍ شل اوریزه لوبه روانه ده. بنګلدیش پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان له اړخه د توپ وهنې پیل محمد شهزاد او عثمان غني وکړه. شهزاد په ۳۷ بالونو ۴۰ منډې وکړې، عثمان غني په ۲۴ بالونو ۲۶ منډې جوړي کړې. اصغر ...

نور ولوله »

لیډز ټیسټ: د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۷۴ منډو وسوځېدل

افغان سکور: د لیډز په ټیسټ کې د پاکستان ټول لوبغاړي پر ۱۷۴ منډو وسوځېدل. د لوبې پچه د پاکستان کپتان وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه چې د انګلینډ بالرانو ناسمه ثابته کړه. د پاکستان د سر توپ وهونکي یو په بل پسې په ډېره ارزانه وسوځېدل او یوازي اوم نمبر شاداب خان وو چې د پاکستان ...

نور ولوله »

د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهم ټیسټ پیل شو

افغان سکور: د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه د انګلینډ په لیډز کې پیل شوه. پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. تر اوسه د پاکستان څلور لوبغاړي د اوپنرانو په ګډون سوځېدلي دي او په ۲۵ اورونو کې يې ۶۴ منډې جوړي کړي دي . اظهر علي ۲ منډې جوړي کړې، امام ...

نور ولوله »

رونالډو د ۸ کلونو د بند سره مخ دی

افغان سکور: د ریال مدرید نوم وتی لوبغاړی کریستیانو رونالډو په اسپانیا کې د ۸ کلونو د بند سره مخ دی. پر نوموړي تور دی چې حکومت ته یې د مالیې ورکولو څخه ډډه کړې ده. د راپورونو سره سم د اسپانیا د مالیي را ټولولو ادارې د رونالډو هغه غوښتنه رد کړې چې له مخې يې نوموړي د ۱۴ ...

نور ولوله »

زین الدین زیدان د ریال مدرید څخه استعفا ورکړه

افغان سکور: د ریال مدرید فرنسوي روزونکي زین الدین زیدان استفعا ورکړه. نوموړي دغه اعلان په داسي وخت کې وکړ چې تازه یې د اروپايي اتلانو لیګ پایلوبه د دریم ځل لپاره پر لپسې وګټله. زیدان په خبري کانفرانس کې وویل: نه غواړم چې په ریال مدرید کې نور پاتې شم، دا زما لپاره ډېره سخته پرېکړه ده، خو دغه ...

نور ولوله »

د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهم ټیسټ لوبې ته کتنه

افغان سکور: سبا (جون ۱) د انګلینډ او پاکستان تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه د انګلینډ په لیډز ښار کې د هیډنګلې په کرېکټ ګراونډ کې ترسره کیږي. میلمانه لوبغاړي به په دغه لوبه کې پر ځان باور ډېر لري ځکه چې لومړی ټیسټ لوبه یې په لارډز کې په ډېره اسانۍ سره وګټله. بلخوا انګلینډ چې د خپلو ستورو ...

نور ولوله »

هند کرېکټ بورډ د افغانستان لپاره بل لوبغالی هم جوړوي

افغان سکور: د هندوستان کرېکټ بورډ چارواکو افغانستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ویلي چې دوی به افغانستان کرېکټ بورډ ته په هند کې دویم لوبغالی هم ورکړي. ددې پریکړې ترڅنګ هندي چارواکو دا هم زیاته کړه چې هر هغه لوبډله چې هندوستان سره سیالۍ لپاره هند ته ځي لومړی به د افغانستان ملي لوبډلې سره تمریناتي ...

نور ولوله »

نړیوال جام: صلاح د درو اونیو څخه تر څلورو فټبال نشي کولای

افغان سکور: د مصر مشهوره لوبغاړی محمد صلاح د اوږې د ټپې کېدو له وجې د درو څخه تر څلورو اونیو فټبال نشي کولای. محمد صلاح په انګلش پریمییر لیګ کې د لیورپول لوبغاړی دی، نوموړي په تېر سیزن کې ۴۴ ګولونه ووهل او د فټبال رایټرز اسوسیشن له لوري د کال غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړی د ریال مډریډ ...

نور ولوله »