کور پاڼه » کرېکټ » اصغر افغان نه؛ ګلبدين نائب به لوبډلمشر وي

اصغر افغان نه؛ ګلبدين نائب به لوبډلمشر وي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبډلمشر انتخاب يو ستونزه جوړه شوه چې په اړه يې يو شمېر ضد و نقيض راپورونه ورکول کيږي.

د روانې اپريل مياشتې په پنځمه نېټه د افغان کرېکټ بورډ او غوراوې کميټې په پريکړه کې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای يې ګلبدين نائب د يو ورځنيو، راشد خان د شل اوريزو او رحمت شاه د ټيسټ سياليو لوبډلمشران وټاکل شول.

په دې لړ کې سمدلاسه محمد نبي، راشد خان، ځينې نړيوال او کورني شنونکو د يو ورځنيو لوبډلمشر بدلولو پريکړه وغندله او ويې ويل چې د نړيوال جام ته په کتلو به پر لوبډله بد اغيز وکړي.

وړمه ورځ ځينې راپورونو نن ټکی اسيا ته ويلي وو چې د افغان کرېکټ بور عمومي مشر د پخواني رييس عاطف مشعل او پخواني اجراييه رييس شفيق ستانکزي په ملتيا اصغر افغان د نړيوال جام لپاره يو وار بيا لوبډلمشر ټاکي.

د سه شنبې په ورځ د افغان کرېکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي د کریکټ بورډ چارواکو سره سويلي افريقا ته سفر درلود او د ملي لوبغاړو سره يوځای شو.

له ګلبدين نائب او ملي لوبغاړو سره له ليدنې وروسته لوبډلمشر ګلبدين نائب يادونه کړې وه چې له ښاغلي فضلي څخه خوښ دی او مننه ترې کوي چې د لوبډلمشرۍ په ډګر کې يې پرې اعتماد کړی دی، همدا ډول نوموړي ژمنه کړې چې د برياو ترلاسه کولو لپاره به خپل بشپړ کوښښ کوي.

https://platform.twitter.com/widgets.js

د نوموړي له دغه خبرو څخه څرګنديږي چې کرېکټ بورډ د لوبډلمشر بدلون اراده نه لري، دغه کار له يوې مخې د کرېکټ بورډ حيثيت له منځه وړي او له بلې مخې لوبغاړي هم بې اعتماده کوي او پرې بد اغيز کوي.

د يادونې ده چې تېره ورځ د ګلبدين نائب په مشرۍ د افغان ملي لوبډلې په سويلي افريقا کې د کاناډا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، په دې لوبه کې رحمت شاه او نجيب الله ځدران سليزې وهلې وې.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: اصغر افغان نه؛ ګلبدين نائب به لوبډلمشر وي


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*