کور پاڼه » کرېکټ » بنګلدیش هم د نړیوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه

بنګلدیش هم د نړیوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د بنګلدیش کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لپاره د مشرفي مرتضی په مشرۍ د پنځلس کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

بنګلدیش کرېکټ لوبډله اوسمهال د یو شمېر ټپي لوبغاړو له ستونزو سره مخ ده، خو سره له ټپي کېدو یې ځینې پخواني تجربه کار او ځینې ځوان لوبغاړو ته فرصت ورکړی دی.

د بنګلدیش کرېکټ اعلان شوې ملي لوبډله په لاندې ډول ده:

مشرفي مرتضی (لوبډلمشر)، شکیب الحسن (مرستیال لوبډلمشر)، تمیم اقبال، لیټن ډاس، مشفیق الرحیم، محمدالله، محمد میتن، صابر رحمن، مهدي حسن مراض، سومیا سرکار، محمد سیف الدین، مصدق حسین، مستفیض الرحمن او ابو جاوید راهي.

https://platform.twitter.com/widgets.js

له دې وړاندې ځینې لوبغاړي د ټپي کېدو له کبله له لوبډلې بهر وو، چې ځینو ته په یاد لیست کې ځای ورنکړل شو خو ځینو نورو ته لکه شکیب الحسن د تجربه کار لوبغاړي په حیث ځای ورکړل شوی دی.

لکه څرنګه چې د کرېکټ نړیوال جام په انګلستان کې ترسره کیږي، د هغې لوبغالو او ځای حالاتو ته په کتلو سره هره لوبډله په خپل نوملړ کې لږ تر لږه څلور چټک لوبغاړي ځای کوي.

له دې وړاندې د نړیوال جام لپاره نیوزیلنډ، استرالیا او هند لوبډلو پنځلس کسیزې لوبډلې اعلان کړي، چې هره لوبډله لږ تر لږه څلور یا پنځه چټک توپ اچونکي لري.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: بنګلدیش هم د نړیوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*