کور پاڼه » کرېکټ » تر اوسه په روان ای پي ایل کې څه ترسره شوي، کومو لوبغاړو او لوبډلو کړي؟

تر اوسه په روان ای پي ایل کې څه ترسره شوي، کومو لوبغاړو او لوبډلو کړي؟

سمیع الله هلال

روان ۲۰۱۹ کال د هندوستان ای پي ایل سیالیو تر ۳۱ لوبې چې هر څه ترسره شوي، دلته یې درسره شریکو.

په روان لیګ کې تر اوسه زیاتې منډې د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې د پیل لوبغاړي ډیوډ ورانر پوره ۴۰۰ منډې کړي او نارنجي خولۍ له ځانه سره لري.

په روان لیګ کې تر اوسه زیات لوبغاړي د دهلي کیپیټل لوبغاړي کیکسو رباډا سوځولي، نوموړي تر اوسه ۱۷ لوبغاړي سوځولي او بانجاني خولۍ له ځانه سره لر
.
تر ټولو زیاتې منډې په انفرادي توګه د سنرایزر حیدر اباد لوبغاړي، جوني بریسټوا تر سره کړي، نوموړي د بنګلور لوبډلې پر وړاندې ۱۱۴ منډې ترسره کړي.

او په روانو سیالیو کې تر ټولو ښه توپ اچونه په یوه لوبه کې د ممبي انډینز لوبغاړي الزاري جوزف ترسره کړې، نوموړي د سنرایزر حیدر اباد پر وړاندې په یوه لوبه کې د ۱۲ منډو په ورکړې سره شپږ لوبغاړي سوځولي.

په روان ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سیالیو کې تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړي د کلکتې لوبډلې انډریو رسل دی، نوموړی تر نورو لوبغاړو زیات ۲۰۷ نمرې لري.

تر ټولو ښې لوبې تر سره کولو لوبډله په روانو سیالیو کې سنرایزر حیدر اباد لوبډله ده.

د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې دوه اوپنینګ یا د شروع توپ وهونکو ډیوډ وارنر او جوني بريسټوا هغه لوبغاړي، چې تر اوسه یې له نورو زیات درې سلیزو ملګرتیا ترسره کړې.

په روانو سیالیو کې تر اوسه ۳۷۲ شپږيزې وهل شوي، چې تر ټولو ستره شپږېزه ۱۰۴ متره ده.

روان ای پي ایل سیالیو کې تر اوسه ۹۹۱۲ منډې ترسره شوي، چې په ۵۷۲۸ منډې په څلوریزو او شپږیزو ترسره شوي او تر ټولو چټک توپ چې تر اوسه په روانو سیالیو کې ترسره شوی، هغه ۱۵۳.۹۱ کیلو متره پر ساعت ترسره شوی.

تر اوسه ۳۴۴ لوبغاړو خپلې ویکټې له لاسه ورکړي او ۲۵۷۱ توپونه ډاټس یا پرته له کومې منډې ترسره شوي روانو سیالیو کې تر اوسه یو هیترک ترسره شوی.

په توپ اچونه کې تر ټوله ښه اکانومي یا اقتصادي توپ اچونه د چناي لوبډلې لوبغاړي هربجن سینګ لري، د نوموړي اکانومي ۵.۱۲ ده او په توپ وهنه کې تر ټولو لوړ سټرایک ریټ د کلکتې لوبغاړی اینډريو رسل لري نوموړي سټرایک ریټ ۲۱۳.۶۹ دی.

او د تر ټولو هغه ښه لوبه چې ګټل شوې او لومړی توپ وهنه په کې ترسره شوې هغه د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په ۱۱۸ منډو له بنګلور لوبډلې ګټلې له دې سره هغه ښه لوبه چې ګټل شوې او لومړی توپ اچونه په کې ترسره شوې د پنجاب لوبډلې په ۸ لوبغاړو په لرلو سره ممبي ته ماتې ده.

تر اوسه په روان ای پي ایل سیالیو کې ۵۲ نیمه سلیزې وهل شوي، د تېر ای پي ایل سیالیو اتله لوبډله سنرایزر حیدر اباد لوبډله وه.


Source: یاران

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*