کور پاڼه » کرېکټ » وريندر سيهواګ: نړيوال جام کې په هر حال بايد پاکستان ته ماتې ورکړو

وريندر سيهواګ: نړيوال جام کې په هر حال بايد پاکستان ته ماتې ورکړو

نن ټکی اسيا: (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د هندوستان ملي لوبډلې تکړه اوپنر او غوره توپوهونکي وريندر سيهواګ ويلي چې په هر حال بايد پاکستان لوبډلې ته په نړيوال جام کې ماتې ورکړو.

وريندر سيهواګ د پاکستان پر وړاندې د کرېکټ لوبه يو عامه سيالۍ نه بلکې «جنګ» بللی او زياته کړې يې ده چې په هر حال کې بايد بريا ترلاسه کړو.

د پاکستان او هند کرېکټ لوبډلو ترمنځ په نړيوال جام کې سيالۍ په سخت جوش او جذبې ترسره کيږي، او تر ټولو زيات مينوال هم لري خو د ۲۰۰۳م کال نړيوال جام څخه وروسته پاکستان لوبډلې د هند پر وړاندې په نړيوال جام کې بريا نه ده خپله کړې.

ددې لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سيالۍ به د جون مياشتې په ۱۹مه نېټه د انګلستان په مشهور ښار مانچسټر کې ترسره کيږي.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د پلوامه پېښې او د هند الوتکې غورځېدو او پيلوټ نېولو څخه وروسته يو شمېر هندي لوبغاړو چې هربجن سينګ او وريندر سيواګ په کې شامل وو د پاکستان پر وړاندې هند کرېکټ بورډ ته له نړيوال جام څخه د بايکاټ کولو مشوره ورکړې وه.

په دې لړ کې د هند کرېکټ بورډ پر پاکستان يو شمېر تورونه هم پورې کړل او آی سي سي ته يې شکايت وکړ خو د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا يې دغه غوښتنې ونه منل شول.

وريندر سيهواګ ويلي چې «که د پاکستان پر وړاندې سيالۍ ترسره نکړو هم باک نه کوي، مونږ بايد د خپل هېواد شخصي ګټې په پام کې ونيسو او په سوچ او فکر پريکړه وکړو».

سيهواګ چې يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم لري اوس له کرېکټ څخه سياست ته تللی، د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې «په کرېکټ کې يې د پيسو په بدل کې تړونونه لاسليک کړي په سياست کې يې هم کوي، خو البته تړون بايد له يو مليارد هندۍ روپيو کم نه وي».

په کرېکټ نړيوال جام کې دا وار د ۱۹۹۲م نړيوال جام قانون يو وار بيا پلي کيږي، چې هره لوبډله به د نورو هرو لوبډلو پر وړاندې يو-يوه سيالۍ ترسره کوي، بيا به نيمه پايلوبې او پايلوبه ترسره کيږي.

ياد نړيوال جام ته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې هم لاره موندلې چې د هند پر وړاندې د جون په ۲۲مه او د پاکستان پر وړاندی به د جون په ۲۹مه سيالۍ ترسره کوي، په داسې حال کې چې لومړۍ سيالۍ به د جون په لومړۍ نېټه د استراليا پر وړاندې پېل کوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: وريندر سيهواګ: نړيوال جام کې په هر حال بايد پاکستان ته ماتې ورکړو


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*