کور پاڼه » کرېکټ » عمران طاهر د کلکتې د ماتي لامل سو!

عمران طاهر د کلکتې د ماتي لامل سو!

ليکنه: مدثر دعوت

 

د هندوستان پريمرليګ په ۲۹مه لوبه کي چينای لوبډلي کلکتې ته په کلکته کي ماته ورکړله.

دغه لوبه چي د کلکتې په اډين ګارډنز لوبغالي کي ترسره سوه ، چینای سوپر کينګز ټاس وګټی او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.

د کلکتې لپاره یوځل بيا کريس لين او سونيل نارین لوبه پيل کړله.

لین د تل په څير د توپ اچوونکو په ټکولو سره په ۵۱ توپونو ۸۲ منډي وکړلې، ۶ شپږيزي او ۷ څلوريځي يې ووهلې،خو نارین بیا یوازي ۲ منډي وکړلې.

نتیش رانا په ۱۸ توپونو ۲۱، کارتیک ۱۸ او ګيل ۱۵ منډي وکړلې.

سونيل نارین چي په روان ليګ کي يې تر ۴۰ منډو لږ منډي نه وې کړي، داځل يې عمران طاهر په ۱۰ منډو کي وکيټه واخيستله او اوتاپا په صفر منډو وسوځيدی.

د چينای توپ اچوونکو کي عمران طاهر زړه راکښونکې لوبه وکړله او د کلګتې مهم لوبغاړي يې وسوځوله.

طاهر په ۴ اوورونو کي يوازي ۲۷ منډي ورکړلې او ۴ وکيټي يې ترلاسه کړلې،او په ۱۳ وکيټو يې ځان د سږ کال IPL لوبو د ډيرو وکيټو اخيستونکو لوبغاړو په نوملړ کي لومړی مقام ته ورسوی.

ټاکور په ۴ اوورونو کي ۲ وکيټي،او سنټنر بیا په ۴ اوورونو کي يوه وکيټه ترلاسه کړله.

کلکتې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره چينای ته ۱۶۲ منډي هدف ورکړ.

دچينای سوپرکينګز اوپنرانو که څه هم په دويمه پاړۍ کي ښه پيل ونکړ خو میډل ارډر توپوهونکو يې لوبه روانه وساتله.

پيلونکو توپوهونکو شان واټس ۶ او پاپ ډوپلسيس ۲۴ منډي وکړلې.

کيدرجاداو ۲۰،او لوبډلمشر ډهوني يوازي ۱۶ منډي وکړلې.

سريش راينا چي پر ون ډاون لوبه پيل کړې وه ترپايه ودريدی ۵۷ منډي يې وکړلې او د جديجا سره يې په ګډه لوبه پايته ورسوله.

جديجا په ۱۷ توپونو ۳۱ منډي وکړلې او چينای سوپرکينګز په ۵ وکيټو کلکتې ته ماته ورکړله.

د لوبي غوره لوبغاړی عمران طاهر سو،چي د کريس لين انډري رسل ،نتيش رانا او روبین اوتاپا مهمي وکيټي يې اخيستي وې.


Source: یاران

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*