کور پاڼه » کرېکټ » ای پي ايل: د کوهلي لوبډلې له شپږو پرلپسې ماتو وروسته لومړۍ بريا خپله کړه

ای پي ايل: د کوهلي لوبډلې له شپږو پرلپسې ماتو وروسته لومړۍ بريا خپله کړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۸ل): د هند غوره ليګ سياليو تر ټولو بدبخته لوبډله چې د نړۍ غوره لوبغاړي هم لري له پرلپسې شپږو ماتو وروسته لومړۍ بريا خپله کړه.

د کينګز اليون پنجاب لوبډلې پر وړاندې د کوهلي لوبډلې (رايل چلينجر بنګلور) د ۱۷۴ منډو هدف د کوهلي او ای بي ډيويليئرز په زړه پورې توپوهنې سره بشپړ کړ، کوهلي ۶۷ او ډيويليئرز ۵۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

سره له دې چې په دې سيالۍ کې کريس ګېل ۹۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې خو بيا يې هم لوبډلې د يادو منډو دفاع ونشوه کړای، دې لوبډلې ته د مجيب نه شتون ستونزمن تمام شو.

د ويرات کوهلي لوبډلې خپلې لومړۍ شپږ سياليو کې په داسې حال کې ماتې وخوړه چې په يوه لوبه کې يې د ۲۰۶ منډو دفاع هم ونشوه کړای.

اوسمهال د دهوني لوبډله د جدول په سر کې ځای لري، د کلکتې لوبډله دويم، ممبۍ انډينز دريم، دهلي لوبډله څلورم، د مجيب «پنجاب» لوبډله پنځم، د راشد او نبي «حيدراباد» لوبډله شپږم، د راجستان لوبډله اووم او د ويرات کوهلي لوبډله اتم مقام لري.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ای پي ايل: د کوهلي لوبډلې له شپږو پرلپسې ماتو وروسته لومړۍ بريا خپله کړه


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*