کور پاڼه » کرېکټ » راتلونکي فوټبال نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون

راتلونکي فوټبال نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۷ل): د راتلونکې فیفا فوټبال نړیوال جام لپاره چې په ۲۰۲۲ کال قطر کې ترسره کیږي، د ۳۲ لوبډلو پرځای د ۴۸ لوبډلې شاملیدو غوښتنه شوې ده، ددغې په اړه به پریکړه د فوټبال نړیوال فدراسیون په راتلونکې ناسته کې چې په میامي هېواد کې د جون میاشت کې ترسره کیږي وشي.

د راپورونو له مخې ویل شوي چې که څه هم په دې اړه پریکړه نه ده شوې خو د فیفا په راتلونکي ناسته کې به د ۳۲ لوبډلو پرځای ۴۸ لوبډلو پریکړه وشي، ددې لپاره به دوه نور لوبغالي اضافه کړل شي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر د یادې پریکړې د پخلي په پار څه نه دي ویلي خو د نوموړي په وینا چې غواړي لوبډلې له ۳۲ څخه ۴۸ ته پورته کړي تر څو نور اسیایي هېوادونه هم په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

په دې سره به افغانستان لوبډلې ته چې په نړیوال رینکینګ کې اوسمهال په ۱۴۷ نمبر ځای لري، هم په نړیوال جام کې د لوبېدلو چانس ورکړل شي.

د فوټبال راتلونکي نړیوال جام کوربه توب د قطر هېواد ته ورکړل شوی چې په ۲۰۲۲م کال کې به ترسره شي، ددغه جام غوراوي لوبو لپاره به ۲۱۱ لوبډلې غوره کیږي چې افغانستان به یې هم برخه وي.

یاده دې وي چې د فیفا تېر نړیوال جام په ۲۰۱۸م کال کې په روسیې هېواد کې ترسره شو له ۳۲ لوبډلو څخه ۵ اسیایي لوبډلو ګډون کړی و چې د فرانسې لوبډلې کرویشیا ته په ماتې ورکولو دغه جام خپل کړ.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: راتلونکي فوټبال نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*