کور پاڼه » کرېکټ » د نیوزیلنډ پېښې په غبرګون ترکیه کې د لوبې پرمهال کتونکو په لوړ غږ د توحید کلمه وویله- ویډیو

د نیوزیلنډ پېښې په غبرګون ترکیه کې د لوبې پرمهال کتونکو په لوړ غږ د توحید کلمه وویله- ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ‍۱۳۹۷ل): د ترکیې هېواد په یوه ستر لوبغالي کې د سوپر لیګ فوټبال سیالیو د یوې لوبې پرمهال کتونکو د نیوزیلنډ پېښې په غبرګون ټولو په یوځای په لوړ غږ د توحید او تهلیل کلمې بدرګه کړې.

تېره ورځ د نیوزیلنډ په کرایست چرچ هېواد کې یوه ۲۸ کلن عیسوي ځوان د جمعې لمونځ پرمهال د مسجد په داخل کې پر لمونځ کونکو ناڅاپه ډزې وکړې او تر ۴۹ کسان یې ووژل او له شلو زیات یې ټپیان کړل، حیرانونکي دا وه چې دغه کس یاده پېښه په ژوندۍ بڼه خپره کړه.

دغې پېښې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او دا یې په اروپایي هېوادونو کې د مسلمانانو په اړه د کرکې خپریدو وروستی حد یاد کړ، د ترکیې ولسمشر طیب اردغان هم د یادې پېښې په اړه د ژر پلټنې غوښتنه وکړه او له اروپایي هېوادونو یې وغوښتل تر څو د داسې پېښو په کلکه مخنیوی وکړي.

د همدغې پېښې په غبرګون پرون د جمعې په ورځ د ترکیې هېواد په «Şükrü Saracoğlu Stadium» لوبغالي کې د سیواس او فنربخشه لوبډلو ترمنځ د فوټبال کلبي سیالۍ پرمهال په زرګونو مینوالو د «الله اکبر» او «لا اله الا الله» کلمې په لوړ او یو اواز بدرګه کړې.

https://platform.twitter.com/widgets.js

د یادونې ده چې په نیوزیلنډ کرایست چرچ ښار کې د بنګلدیش لوبډله هم موجوده وه، چې د جمعې لمانځه لپاره همدغه مسجد «النور» ته پر لاره وه چې ډزې پېل شوې خو لوبغاړي له رسیدو وروسته بیرته ستانه شول.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د نیوزیلنډ پېښې په غبرګون ترکیه کې د لوبې پرمهال کتونکو په لوړ غږ د توحید کلمه وویله- ویډیو


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*