کور پاڼه » کرېکټ » ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ؛ افغان لوبډله په داوړو برخو کې ښه وځلیدله

ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ؛ افغان لوبډله په داوړو برخو کې ښه وځلیدله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده چې په کې افغان لوبډله د توپ اچونې او توپوهنې دواړو برخو کې غوره وځلیدله.

د ننۍ لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ددوی لخوا سټرلینګ چټک پېل وکړ چې په لومړي ۶ اورونو  کې یې ۳۷ منډې جوړې کړې، خو وروسته محمد نبي، یمین احمدزي او راشد خان د ایرلینډ توپوهونکي په پرلپسې ډول وسوځول.

یو مهال ایرلینډ لوبډلې د ۸۵ منډو په جوړولو ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو د وروستۍ ویکټې لخوا ۸۷ منډې ملګرتیا جوړه شوه چې په کې ټيم مورتاغ نیمه سلیزه هم ووهله، نوموړی د ټیسټ په تاریخ کې دریم لوبغاړی شو چې په یوولسم نمبر توپوهنه کوي او نیمه سلیزه وهي.

ایرلینډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا پال سټرلینګ ۲۶، ډوکرل ۳۹ او ټیم مورتاغ ۵۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې یمین احمدزي او محمد نبي ۳-۳، راشد خان او وقار سلام خیل ۲-۲ خو وفادار مومند په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو.

په توپوهنه کې د افغانستان لخوا احسان جنت او محمد شهزاد سوکه پېل وکړ، احسان جنت خپله ویکټه په ۷ منډو له لاسه ورکړه، همدا ډول محمد شهزدا ۴۰ منډې جوړې کړې، رحمت شاه او حشمت شهیدي توپوهنه کوله چې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده.

افغانستان د دوه لوبغاړو په سوځېدلو ۹۰ منډې جوړې کړي، رحمت شاه ۲۲ او شهیدي ۱۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د دویمې ورځې پېل به سبا شنبه سهار په ۹ بجې کیږي.

https://platform.twitter.com/widgets.js

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ؛ افغان لوبډله په داوړو برخو کې ښه وځلیدله


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*