کور پاڼه » کرېکټ » د اروپا اتلانو لیګ پچه ترسره شوه، کومه لوبډله به له کومې سره مخ کیږي؟

د اروپا اتلانو لیګ پچه ترسره شوه، کومه لوبډله به له کومې سره مخ کیږي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): شېبه وړاندې د اروپا اتلانو لیګ فوټبال ډرا/پچه چې په کې د شپاړسم پړاو ګټونکې تکړه لوبډلې (ایاکس، برسلونا، لیورپول، ټوټنهام، منچسټر سيټي، منچسټر یونیټډ، یوونتوس او پورتو) لوبډلې شاملې دي ترسره شوه.

په دغې ډرا کې لومړی د ایاکس او یوونتوس لوبډلو پچه ووتله، ایاکس لوبډلې په شپاړسم پړاو کې ریال مدرید او یوونتوس لوبډلې اتلاتکو مدرید ته ماتې ورکړې وه.

دویمه پچه د لیور پول او پورتو لوبډلو ووتله، پورتو لوبډلې په شپاړسم پړاو کې روما لوبډلې ته او لیورپول لوبډلې د بایرن میونخ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دریمه پچه د منچسټر سیټي او ټوټنهام لوبډلو ووتله، ټوټنهام په شپاړسم پړاو کې ډورټمنډ لوبډلې ته او منچسټر سیټي شلکا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په څلورمه برخه کې د برسلونا او منچسټر یونیټډ لوبډلو پچه ووتله، برسلونا لیوان لوبډلې ته او منچسټر یونیټډ لوبډلې پاریس سنجرمین لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

https://platform.twitter.com/widgets.js

د اروپا اتلانو لیګ کوارټر پایلوبو لومړی پړاو سیالۍ به د اپریل میاشتې په ۹مه او ۱۰مه نېټه ترسره شي، په لومړۍ ورځ به د ټوټنهام، منچسټر سیټي، د ایاکس او یوونتوس لوبډلې مخامخ کیږي، په دویمه ورځ یا لسم اپریل به برسلونا او منچسټر یونیټډ، لیورپول او پورتو مخامخ کیږي.

د یادو سیالیو دویم پړاو به د اپریل میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شي. د نیمه پایلوبو لومړی پړاو/لیګ به د اپریل په ۳۰مه او د مۍ میاشتې په لومړی نېټه ترسره شي، دویم پړاو یا لیګ به د مۍ میاشتې په ۷مه او ۸مه نېټه ترسره شي. چې پایلوبه به په د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د اسپانیا په مدرید ښار کې ترسره شي.

د یادونې ده چې په فوټبال لیګ سیالیو کې د اروپا اتلانو لیګ تر ټولو ډیر مینوال لري، ددې سیالیو تېر پړاو جام د ریال مدرید لوبډلې ګټلی و، دغه لوبډله د روان لیګ په شپاړسم پړاو کې د ایاکس لوبډلې په لاس له سیالیو بهر شوه.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د اروپا اتلانو لیګ پچه ترسره شوه، کومه لوبډله به له کومې سره مخ کیږي؟


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*