کور پاڼه » کرېکټ » سرچينې: پاکستان غواړي له افغانستان سره کرېکټ سيالۍ ترسره کړي

سرچينې: پاکستان غواړي له افغانستان سره کرېکټ سيالۍ ترسره کړي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کریکټ بورډ غواړي د افغانستان کرېکټ لوبډلې سره له نړيوال جام وړاندې په عربي اماراتو کې سيالۍ ترسره کړي.

نن ټکی اسيا ته ځينو ناڅرګندو سرچينو ويلي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره نړيوال جام ته د چمتو والي په موخه يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي.

سرچينې زياتوي چې د افغانستان کرېکټ بورډ رييس عزيز الله فضلي ويلي چې د دواړو لوبډلو بوختياو ته له کتلو وروسته به وروستۍ پريکړه کوي.

ياده دې وي چې د افغانستان کریکټ بورډ څه موده وړاندې له زمبابوې کرېکټ بورډ څخه د پنځه يو ورځنۍ سياليو ترسره کولو غوښتنه کړې وه چې وروسته يې د وخت نه موندلو له کبله دغه سيالۍ رد کړې.

تمه کيږي چې شايد د پاکستان پر وړاندې د سيالۍ ترسره کولو لپاره افغان کرېکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې سيالۍ لغوه کړي وي، تر څو له سختو لوبډلو سره مخ شي، دغه سيالۍ به د افغان لوبډلې لپاره ګټورې وي.

له بل پلوه د کرېکټ نړيوال جام په تمريناتي سياليو کې د پاکستان او افغانستان لوبډلې مخامخ کيږي، چې نړيوال جام ته د تګ او فشار خپرولو لپاره دغه سيالۍ ګټل اړين دي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سرچينې: پاکستان غواړي له افغانستان سره کرېکټ سيالۍ ترسره کړي


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*