کور پاڼه » کرېکټ » د اجراییه ریاست څخه په لرې کیدو د شفیق ستانکزي غبرګون

د اجراییه ریاست څخه په لرې کیدو د شفیق ستانکزي غبرګون

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا نن د دوشنبې په ورځ د اجراييه رييس ګوښه کېدل رسمي اعلان شول، شفيق ستانکزي په ياده پريکړه غبرګون ښودلی دی.

د کرېکټ بورډ پخوانی اجراييه رييس شفيق الله ستانکزی اوسمهال د کرېکټ نړيوالې شورا سره د رسمي ناستو په موخه په عربي اماراتو کې دی.

شفيق الله ستانکزي په خپله فيسبوکپاڼه ليکلي چې د يادې پريکړې څخه ناخبره دی او نه هم ددې په اړه کوم خبر ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وينا د افغانستان کرېکټ بورډ اساسنامه د اجراييه رياست د ګوښه کولو او ګمارلو په اړه ښکاره احکام لري.

شفيق الله ستانکزي زياته کړې چې سبا د سه شنبې په ورځ به افغانستان ته راستنيږي او د ګوښه کېدو حقوقي اساسو ته په کتلو به خپل دريځ رسما څرګند کړي.

د يادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي نن په يوه خبري ناسته کې رسما اعلان کړه چې شفيق الله ستانکزی د دورې په پای ته رسولو له دندې کوښه او پر ځای يې د غوراوي کمېټې پخوانی غړی اسدالله خان وټاکل شو.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د اجراییه ریاست څخه په لرې کیدو د شفیق ستانکزي غبرګون


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*