کور پاڼه » کرېکټ » محمد صلاح ته د لیونل میسي عملي ځواب/ ویډیو

محمد صلاح ته د لیونل میسي عملي ځواب/ ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړۍ کې محمد صلاح او لیونل میسي دوه داسې نومونه دي چې په نړۍ کې يې فوټبال ته نوی روح ورکړ، او په خپلو وړتیاوو یو شمېر نړیوال ریکارډونه په خپلو نومونو لري.

وړمه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې د لیورپول کلب لوبډلې تکړه مسلمان لوبغاړي محمد صلاح په کې د پردې تر شاه یوه اعلاناتي کمپاین پرمهال خپل د فوټبال مهارتونه څرګند کړي دي.

محمد صلاح په دغه ویډیو کې له لرې ځایه توپ وهي او د موټر ټیر په منځ کې يې وباسي، په دویم وار د ټیر له پاسه د ګازي مشروباتو بوتل ږدي او له لرې یې په توپ ولي، چې دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپره شوه.

https://platform.twitter.com/widgets.js

اوس د برسلونا کلب لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي لیونل میسي په خپل انسټګرام پاڼه په داسې مهال کې یوه ویډیو خپره کړې چې د یوه ګازي مشروباتو شرکت لپاره یې اعلاناتي کمپاین کاوه.

په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې لیونل میسي په توپ د ګازي مشروباتو بوتل ږدي بیا توپ په پښه وهي، چې بوتل پر خپل ځای پاتې کیږي او توپ لیرې د موټر ټیر منځ کې وځي، ددغې ویډیو سره میسي لیکلي: «د پردې تر شاه له خپلو ملګرو سره، د نورو لپاره انتظار وکړئ».

https://platform.twitter.com/widgets.js

دغه ویډیو د محمد صلاح د ویډیو له خپریدلو یوه ورځ وروسته راڅرګندیږي چې دا د فوټبال مینوالو د دواړو ترمنځ یو ننګونه او چیلنج ګڼلی او ویلي یې دي چې «میسي ته د هیچا چیلنج د منلو نه دی».

د یادونې ده چې مصری لوبغاړی محمد صلاح او ارجنټایني لوبغاړی لیونل میسي د نړۍ دوه ستر لوبغاړي دي چې یو یې د انلګستان کلب لیورپول او بل یې د اسپانوي کلب برسلونا لوبډلې په ګټه لوبیږي، او د خپلې لوبډلې پر نوم یو شمېر نړیوال ریکارډونه لري.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: محمد صلاح ته د لیونل میسي عملي ځواب/ ویډیو


Source: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*