کور پاڼه » کرېکټ » لوبغاړي » نن دافغان لوبډلې تکړه توپ وهونکي شفیق الله شفق دزوکړې ورځ ده!

نن دافغان لوبډلې تکړه توپ وهونکي شفیق الله شفق دزوکړې ورځ ده!

شفیق الله شفق نن ۲۹ نهه ویشت کلن شو شفیق الله شفق د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی . نوموړی دافغانستان ملي لوبډلې غړی د پوره نوم یې شفیق الله شفق دی دافغان ملي لوبډلې ترڅنګ په کورني کرېکټ شپږیزه لیګ کې دسپین غر زون لوبډلمشر هم دی شفق یو چټک توپ وهونکی دی، اوپه افغان لوبډله کې د ویکټ ساتونکې اوتوپ وهونکې په توګه دنده ترسره کوي.

دشفیق الله شفق نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ !

شفیق الله شفق دافغانستان لپاره ۲۳ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي ۲۰ شل اننګزه یې لوبولي ۲ دوه ځلي ناسوځېدلی پاتې شوی ټولیزې ۴۱۹ منډې لري ۳۹۸ توپونه یې لوبولي دي، په یوه سیالۍ کې ترټولو ډېرې منډې ۵۷ دي ایوریج یې ۲۳،۲۷ دی سټریک ریټ یې ۱۰۵،۲۷ دی په دغو سیالیو کې ۲ دوه پنځوسیزې لري نوموړی کومه سلیزه نلري نوموړی ۲۷ څلوریزې ۲۳ شپږیزې لري ۹ کیچونه یې ترلاسه کړي درې سټمپونه کړي دي.

دشفیق الله شفق نړیوالې شل اوریزې سیالۍ!

شفق دافغانستان لپاره ۴۰ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي ۳۷ ځلي میدان ته ښکته شوی دی، ۱۱ یوولس ځلي ناسوځېدلی پاتې شوی ټولې ۴۳۴ منډې لري ۲۹۷ توپونه یې لوبولي ۵۱* یې ناسوځېدلی یې په یوه سیالۍ کې ډېرې منډې دي ۱۶.۶۹ ایوریج لري سټریک ریټ یې ۱۴۶.۱۲ دی یوه نیمه سلیزه لري کومه سلیزه نلري،۳۱ څلوریزې لري ۲۷ شپږیزې لري نوموړي ۹کیچونه اخیستي اوکوم سټمپ نلري .

دشفیق الله شفق فرسټ کلاس سیالۍ.
شفق په یادو سیالیو کې ۸ سیالۍ ترسره کړي ۱۴ اننګزه یې لوبولي دي ۲ دوه ځلي ناسوځېدلی پاتې شوی دی ټولې ۵۹۵ منډې لري ۴۵۰ توپونه یې لوبولي ترټولو ډېرې منډې ۲۰۰* ناسوځېدلی دي ۴۹.۵۸ ایوریج لري سټریک رېټ ۱۳۲.۲۲ دی درې۳ پنځوسیزې لري یوه۱ سلیزه لري ۵۳ څلوریزې ۳۸ شپږیزې ۸ کیچونه لري کوم سټمپ نلري.

دشفیق الله شفق دلېسټ Aسیالۍ!

شفق ۵۱ لېسټAسیالۍ ترسره کړي ۴۷ اننګزه یې لوبولي دي ۶ تلي ناسوځېدلی پاتې شوی ټولې ۱۰۵۵ منډې لري ۹۱۵ توپونه یې لوبولي ترتولو ډطرې منډې په یوه سیالۍ کې ۷۷ دي ۲۵.۲۳ ایوریج لري سټریک رېټ یې ۱۱۵.۳۰ اوه ۷ پنځوسیزې لري کومه سلیزه نلري،۶۸ څلوریزې لري او۶۳ شپږیزې لري ۲۷ کیچونه لري ۴ سټمپونه لري نوموړی.

دشفیق الله شفق هغه شل اوریزه سیالۍ کې نړیواله درجه نلري!

دغه شل اوریزه سیالۍ یې ۵۵ ترسره کړي ۴۷ اننګزه یې لوبولي دي ۱۲ ځلي ناڅوځېدلی پاتې شوی ۵۵۰ تولې منډې لري ۳۷۷ توپونه یې لوبلي ذي ۶۰ منډې ډېرې دي ۱۵.۷۱ ایوریج لري سټریک ريټ یې ۱۴۵.۸۸ دی ۲ پنځوسیزي لري سلیزه نلري ۴۰ څلوریزې لري ۳۴ شپږیزې لري ۱۹ کیچونه یې ترلاسه کړي سټمپونه نلري.

خان وزیر عابد.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*