کور پاڼه » کرېکټ » د افغانستان کرېکټ » دولت ځدراڼ د بنګلدیش سیریز او لومړڼۍ ټیسټ لوبې څخه بهر شو

دولت ځدراڼ د بنګلدیش سیریز او لومړڼۍ ټیسټ لوبې څخه بهر شو

افغان سکور: د افغانستان د ملي لوبډلې ستوری توپ اچوونکی دولت ځدراڼ د تمرین پر مهال ټپی شوی چې له امله یې هغه نه شي کولای په راتلونکې تاریخي ټیسټ لوبه او همداسي د بنګلدیش پر خلاف په شل اوریزو لوبو کې برخه واخلي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر ورکړی. په خبرپاڼه کې راغلي:

د افغانستان چټک توپ اچونکی دولت ځدراڼ په هند کې د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ په ترڅ کې ټپي شوی او ډاکټرانو ورته د یوې میاشتې ارام سپارښتنه کړې ده، نوموړی به د زنګانه د ټپ له امله له بنګله دیش سره په دریو شل اوریزو لوبو کې او همدا راز له هند سره په ټیست لوبه کې ونه لوبیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*