کور پاڼه » فټبال » نړیوال جام: جنوبي کوریا پر جرمني دوه ګولونه ووهل او تاریخي شرم یې ور واړوی

نړیوال جام: جنوبي کوریا پر جرمني دوه ګولونه ووهل او تاریخي شرم یې ور واړوی

افغان سکور: جرمني په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام څخه په ګروپ سټیج کې بیرون وایستل شو او ننۍ لوبه یې جنوبي کوریا ته په دوه ګولونه وبایلله.

ننۍ لوبه کې تمه کېده چې جرمني به یې په اسانۍ سره وګټي، په ځانګړي ډول د هغو لویو نومونو له وجې چې په دغه لوبډله کې ځای پر ځای شوي، او بل لوري ته شمالي کوریا د ګروپ ایف تر ټولو کمزورې لوبډله او صفر پواینټونه یې لرل.

په ننۍ لوبه کې تر پایه جرمني لوبډله واکمنه وه، خو په ۹۲ دقیقه کې چې کله جرمني ټول زور پر ګول وهلو شو، دفاع یې کمزورې شوه او کوریا لومړۍ پینالټي وګټله. چې وروسته کیم یونګ ګون په اسانۍ سره ګول کړه.

څلور دقیقې وروسته چې کوریا خپله دفاعي لوبې ته ادامه ورکوله، یو ځل بیا د کوریايي لوبغاړي سون هونګ مین ته خالي ګول په لاس ورغلی او په اسانۍ سره یې دوهم ګول هم وواهه.

لوبه تر سلمې دقیقې وغځېده خو بیا هم جرمني ونه توانيده چې خپل بریالي بریدونه په ګول بدل کړي.

د کوریا ګول کیپر په یوازي ځان ۶ ګولونو څخه مخنیوی وکړی او د جرمني امیدونو پر وړاندي سپر ودریدی.

جنوبي کوریا که څه هم د پواینټونو له لحاظه دریم راغلی او دوهم پړاو ته ونه رسید، خو دا یې لومړۍ لوبه وه چې په نړیوال جام کې يې وګټله او د تل لپاره یې تاریخي ویاړ وګټی، داسي ویاړ چې د کوریا نسلونه نسلونه به یې یاد ساتي او د جرمني به یې د تل لپاره د هیرولو ناکامه هڅه کوي.

د ګروپ ایف یوه بله لوبه د مکسیک او سویډن تر منځ تر سره شوه. چې مکسیک په ۳ ګولونه وبایلله..خو بیا هم دوهم پړا وته ولاړه، ځکه چې دوه مخکنۍ لوبي يې ګټلي وې. بلخوا سویډن هم د جرمني د ماتې په مټ دوهم پړاو ته ورسید.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*