کور پاڼه » فټبال » ارجنټاین دوهم پړاو ته ورسید، نایجیریا سخته مقابله وکړه

ارجنټاین دوهم پړاو ته ورسید، نایجیریا سخته مقابله وکړه

افغان سکور: د ګروپ ډي په ننیو لوبو کې ارجنټاین په ډېره سختۍ وتوانېده چې د نایجیریا هیواد ته ماتې ورکړي او د نړیوال جام دوهم پړاو ته ورسیږي.

د لوبې په ۱۵مه دقیقه کې د ارجنټاین مشهور لوبغاړی لیونیل میسي وتوانېدی چې لومړی ګول ووهي.

په یوپنځوسمه دقیقه کې د ارجنټاین لوبغاړي ګول ته نیژدې د نایجیریا یو لوبغاړی تر شا ونیوی چې له امله یې لوبڅاري ورته پینالټي ورکړه او د نایجیریا لوبغاړي موسس لومړی ګول ووهه.

لوبه تر ۸۶یمې دقیقې پوري لوبه د نایجیریا په ګټه روانه وه، ځکه چې د لوبې پر مساوي کیدو هم دوی دوهم پړاو ته روان وه، خو مارکوس روجو په همدې دقیقه کې ښایسته ګول ووهه چې له امله یې یو ځل بیا د ارجنټاین بخت وځلید او د لوبې تر پایه یې نور هسي وخت ضایع کړ تر څو د نایجیریا لوبغاړي ونه توانیږي چې د ګول اړخ ته بیا بال یوسي.

بلخوا نن په همدې ګروپ کې کروشیا او آیسلنډ لوبه وکړه، دواړه په یو یو ګول برابر شول.

ددغه ګروپ پواینټ ټیبل داسي شو:

کروشیا: ۹
ارجنټاین: ۴
نایجیریا: ۳
آیسلنډ: ۱

لومړۍ دوه لوبډلې د نړیوال جام دوهم پړاو ته ورسیدې.

په دوهم پړاو کې به کروشیا د ډنمارک او ارجنټاین د فرانس سره لوبه وکړي.

باید وویل شي چې نن په ګروپ سي کې هم د فرانس او ډنمارک تر منځ لوبه په صفر برابر شوه، او پیرو د اسټرالیا څخه لوبه وګټله.

پیرو او اسټرالیا هم د ټورنامنټ څخه بهر شول.

سبا به د ګروپ E او ګروپ F تر منځ لوبې کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*