کور پاڼه » فټبال » روسیه نړیوال جام: د نن ورځې لوبې / د ګروپ سي او ګروپ ډي پرېکړه به نن کیږي

روسیه نړیوال جام: د نن ورځې لوبې / د ګروپ سي او ګروپ ډي پرېکړه به نن کیږي

افغان سکور:

په روسیه نړیوال جام کې د نن ورځې لوبې:

نن د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې لاندي لوبې تر سره کیږي:

د ګروپ سي څخه اسټرالیا او پيرو

او دهمدې ګروپ څخه: ډنمارک او فرانس.

د ګروپ سي پواینټ ټیبل:

فرانس: ۶

ډنمارک: ۴

اسټرالیا: ۱

پیرو: صفر

که ننۍ لوبه اسټرالیا په ډیرو ګولونو وګټې او ډنمارک یې وبایلي، نو کیدای شي اسټرالیا دوهم پړاو ته ولاړ شي.. کنه له نړیوال جامه به بهر شي.


د ګروپ ډي لوبې:

نن پر لس نیمې بجې د نایجیریا او ارجنټاین تر منځ لوبه کیږي او پر همدې وخت به آیسلنډ او کروشیا تر منځ لوبه روانه وي.

پواینټ ټیبل:

کروشیا = ۶

نایجیریا: ۳

ایسلنډ: ۱

ارجنټاین: ۱

ددې ګروپ څخه یوازي کروشیا دوهم پړاو ته وتلې لوبډله ده.. د نورو درو هیوادونو پرېکړه به په ننیو لوبو کې کیږي.

که نایجیریا د ارجنټاین سره لوبه برابره کړي او یا یې وګټي، نو به دوهم پړاو ته ولاړ شي او ارجنټاین به پاتې شي. خو که بالعکس ارجنټاین دغه لوبه ګټي، نو به اجنټاین د آیسلنډ او کروشیا لوبې ته ګوري چې هلته څه کیږي. که یې آیسلنډ وګټي نو بیا هم ارجنټاین پاته او آیسلنډ به دوهم پړاو ته داخل شي، خو که آیسلنډ بایلي او ارجنټاین یې ګټي، نو په دې صورت کې ارجنټاین دوهم پړاو ته تللی شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*