کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » کرېکټ: د پاکستان اوپنر احمد شهزاد چرسي وختی

کرېکټ: د پاکستان اوپنر احمد شهزاد چرسي وختی

افغان سکور: په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستان لوبډلې اوپنر لوبغاړی احمد شهزاد د رسنیو د سرټکی ګرځېدلی، د نوموړي په یوه ټیسټ کې اثبات شوې چې هغه د چرسو نشه کړې ده.

احمد شهزاد په اړه په دې وروستیو کې د آی سي سي له لوري تر سره شوی ټیسټ مثبت راغلی دی او د نوموړي په ټیسټ کې د چرسو اثبات شوی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان کرېکټ بورډ د زمبابوې سره د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړې وه چې په هغې کې احمد شهزاد نه وو، خو وروسته څرګنده شوه چې د چرسو د نشې له امله نه دی انتخاب شوی.

باید وویل شي چې د آی سي سي د قوانینو مطابق چرس د تفریحي نشې لپاره کارول کیږي چې د لوبغاړو د قوت لپاره ګټور نه دی، د قوانینو سره سم یوازي هغه ادویات ممنوع دي چې هغه لوبغاړي قوي کوي او د برداشت کچه یې لوړه وي.

ددې تر مخه د پاکستان سپنر عبدالرحمن باندی په انګلینډ کې د چرسو اثبات شوی وو چې هغه بیا په انګلش کاونټي کرېکټ کې د ۳ میاشتو لپاره له کرېکټه شړل شوی وو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*