کور پاڼه » فټبال » نړیوال جام: د ګروپ اې او بي وروسته څوک د چا پر خلاف لوبیږي

نړیوال جام: د ګروپ اې او بي وروسته څوک د چا پر خلاف لوبیږي

افغان سکور: نن د دوشنبې په ورځ د نړیوال جام د ګروپ اې او بي تر منځ وروستۍ لوبې وشوې، چې له مخې يې څلور هیوادونه بهیر او څلور نور د نړیوال جام وروستي پړاو ته ورسیده.

په ګروپ اې کې دوه عربي هیوادونه سعودي او مصر ووتل، اروګوای او روسیه دوهم پړاو ته ولاړه.

په ګروپ کې بي کې عربي هیواد المغرب او ایران ووتل او دوه اوروپايي هیوادونه اسپانیا او پرتګال پاتې شول.

د تفصیلاتو سره سم په لومړي ګروپ کې نن د اوروګوای او روسیې تر منځ لوبه تر سره شوه، چې اروګوای په ۳-صفر وګټله. په همدې مهال د سعودي او مصر تر منځ لوبه روانه وه چې هلته هم سعودي ۲ – په ۱ وګټله.

د ګروپ اې پواینټ ټیبل داسي شو:

اروګواي: ۹

روسیه: ۶

سعودي = ۳

مصر = صفر

—-

بلخوا د ګروپ بي تر منځ ډیرې په زړه پوري لوبې وشوې.. ځکه چې دلته له مخکې د دوهم پړاو لوبډلې نه وې مالومي.

په لومړۍ لوبه کې پرتګال او ایران یو په یو برابر شول او په دوهمه لوبه کې المغرب او اسپانیا دوه په دوه برابر شول، چې په دې توګه د هیوادونو پخوانی ترتیب پر همدې حال پاتې شو.

د ګروپ بي پواینټ ټیبل:

اسپانیا: ۵

پرتګال: ۵

ایران: ۴

المغرب: ۱

په دې توګه وروستي دوه هیوادونه ووتل.

راتلونکي لوبې:

د ګروپ اې لومړی هیواد به د ګروپ بي دوهم هیواد سره لوبه کوي چې په دې توګه اروګوای به په دوهم پړاو کې د پرتګال پر خلاف لوبیږي او اسپانیا به د روسیې پر خلاف.

د کتونکو په باور اسپانیا د ننیو پایلو څخه دا ګټه وکړه چې په دویم پړاو کې نسبتا کمزوري لوبډلې روسیې سره مخ کیږي او پرتګال په نصیب د ګروپ اې تر ټولو پياوړې لوبډله ورغله.

وبه ګورو چې رونالډو به یو ځل بیا د اروګواي پر خلاف داسي وځلیږي لکه د ګروپ لوبو پر مهال چې د اسپانیا پر ضد ځلیدلی وو او ۳ ګولونه یې په یوازي ځان وهلي وه.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*