کور پاڼه » فټبال » د سبا ورځې (دوشنبې) مهمې لوبې

د سبا ورځې (دوشنبې) مهمې لوبې

افغان سکور: په روسیه کې د نړیوال جام لوبې په زور او شور کې رواني دي.

په همدې لړ کې به سبا د ګروپ A  او ګروپ B په اړه وروستی پرېکړه وشي.

په مجموع کې سبا څلور لوبې تر سره کیږي.. دوه دوه لوبې پر یوه وخت:

لومړی به د ګروپ A څخه لاندي هیوادونه سره مخ شي:

۱- دوه عربي هیوادونه سعودي او مصر به لوبه وکړي. دواړه هیوادونه له مخکې لا د نړیوال جام څخه وتلې.. دا به یې وروستۍ لوبه وي.

۲- د اروګوايي او روسیې لوبه: دواړه هیوادونه د نړیوال جام وروستی مرحلې ته رسیدلي دي. دواړه ۶ نقطې لري، په دغه لوبه کې به د همدې ګروپ اول او دوهم مالومیږي.

د ګروپ A اوسنی پواینټ ټیبل:

—-

د ګروپ B څخه به :

دوهم ګروپ تر اول ډیر پيچلی دی، ځکه چې دلته ایران یوه لوبه ګټلې او ۳ نقطې لري، پرتګال او اسپانیا یوه یوه لوبه برابره او یوه یوه ګټلې ده، ځکه نو څلور څلور نقطې لري.

لومړۍ لوبه به د ایران او پرتګال تر منځ وي. ایران ۳ او پرتګال ۴ نقطې لري. که هر چا لوبه وګټله، هغه به د نړیوال جام دوهم پړاو ته ولاړ شي .. او که مساوي شوه نو پرتګال به وړاندي ولاړ شي.

دوهمه لوبه د اسپانیا او مراکش تر منځ ده:

مراکش اوس مهال په دوه لوبو کې صفر نقطه لري.. اسپانیا څلور.. په ننۍ لوبه کې که اسپانیا لوبه وګټي او یا مساوي شي، نو دوهم پړاو ته به ورسیږي، او که یې وبایلي، نو به کتل کیږي چې د ایران او پرتګال لوبې پایله څه شي ده.. که ایران لوبه وګټله او یا هم مساوي شوه، نو کیدای شي په دغه ګروپ کې پرتګال او یا هم اسپانیا د خطر سره مخ شي.

د ګروپ B اوسنی پواینټ ټیبل:

#worldcup

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*