کور پاڼه » فټبال » د رمضان جام تر نامه لاندې د پکتیا فوټسال ټورنمنټ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد / انځورونه

د رمضان جام تر نامه لاندې د پکتیا فوټسال ټورنمنټ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد / انځورونه

افغان سکور: دا ټورنمنټ د پکتیا ولایت د فوټبال فدراسیون فوټسال کمیټې له خوا پيل شو و، چې ۱۵ لوبډلو پکې ګډون کړی و او د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر ۱۸ پای ته ورسېد.

د نوموړې ټورنمنټ په پایلوبه کې اتفاق لوبډلې وکولای شو، چې سیاله لوبډله ۵ – ۲ په توپير له مخې لرې کړي او د اتلولي کپ وګټي.

د یاد شوي ټورنمنټ په پایلوبه کې د پکتیا فوټبال فدراسیون رئيس شمس الرحمن همیم، د پکتیا ولایت د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مسوول محمد عیسی ستوري، د دغه فوټسال تورنمنټ پیلونکي قیوم زړور، قومي مشرانو او د فوټسال ګڼو مینه والو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې یو تن ځايي اوسېدونکي سید مرجان له اتلې لوبډلې سره نقدي مرسته هم وکړه.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*