کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » بنګلدیش ته د سر پر سر ماتې ورکولو وروسته د افغان لوبغاړو رینکنګ بهتر شوی

بنګلدیش ته د سر پر سر ماتې ورکولو وروسته د افغان لوبغاړو رینکنګ بهتر شوی

افغان سکور: په وروستیو درو شل اوریزو لوبو کې بنګلدیش ته د ماتې ورکولو وروسته د افغان لوبغاړو رینکنګ کې بهتري راغلې ده، په ځانګړي ډول د راشد خان، محمد نبي، مجیب، شهزاد او سمیع الله شینواری.

راشد خان چې مین آف سیریز (د سیریز غوره لوبغاړی) ونومول شو، له مخکې لا د نړیوالو شل اوریزو لوبو په رینکنګ کې اول نمبر بالر وو، خو دا ځل یې پواینټونه نور هم لوړ شول او ۸۱۳ ته ورسیدل چې له وجې يې د دوهم نمبر پاکستاني بالر شاداب خان سره فاصله زیاته شوې.

شاداب ۷۳۳ پواینټونه لري.

راشد خان په دغو درو لوبو کې ۸ وکټه واخیسته او ډېر کمې منډې یې ورکړې.

د راشد خان سربېره د محمد نبي او مجیب الرحمن غوره توپ اچونه هم ددې لامل شوه چې په نړیواله سطحه ددوی رینکنګ بهتره شي.

که څه هم دوی ډېرې وکټې وانه اخیستې، خو اکانومي ریټ یې په ټولو لوبو کې پنځه او یا تر دې کم وو چې له امله یې محمد نبي د بالرانو په رینکنګ کې ۱۱ نمبرې لوړ شوی او اتم مقام ته رسیدلی دی.

همداسي مجیب ۶۲ نمبرې پورته شوی او ۵۱ نمبر ته راغلی دی.

محمد نبي یوازي د بالنګ په درجه بندۍ کې نه دی پورته شوی، بلکې هغه د خپلې ښې توپ وهنې په وجه هم ځلیدلی دی. نوموړي په دوهمه شل اوریزه لوبه کې په ۱۵ بالونو ۳۱ منډې جوړي کړې چې له امله یې د آل راونډر په کټاګورۍ کې ۳۲۱ پواینټونه وګټل او دوهم نمبر ته پورته شو.

افغان توپ وهونکو ته که راشو، نو محمد شهزاد نهم، او سمیع الله شینواری ۱۱ پوزیشنه لوړ شو او ۴۴ نمبر ته را پورته شو. نوموړي په درو لوبو کې ۱۱۸ منډې جوړي کړې او سټرایک ریټ یې ۱۳۵.۶۳ و.

بلخوا د بنګلدیش لوبغاړو په رینکنګ کې تنزلې کړې، په ځانګړې ډول شکیب الحسن د بالرانو او توپ وهونکو په درجه بندۍ کې شاته تللی دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*