کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » افغانستان په وروستۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماته ورکړه

افغانستان په وروستۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماته ورکړه

افغان سکور: د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ ۲۰ اوریزو سیاليو د لړۍ وروستۍ لوبه افغانستان په یوه منډه وګټله.

د نننۍ لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې.

افغان لوبغاړو په پيل کې چټکې منډې وکړې خو په وروستيو اورونو کې يې سرعت تېز نه و. د تېرو لوبو په څېر سميع الله شينواري ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۲۸ توپو ۳۳ منډې وکړې. د ده تر څنګ اصغر ستانکزي ۲۷، شهزاد محمدي ۲۶، عثمان غني ۱۹ او نجيب الله ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.

په توپ وهنه کې د بنګله دېش لوبډلې پيل ښه نه و د پيل درې لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړل خو د لوبډلې د منځ لوبغاړو ښه لوبه وکړه.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان ښه وځلېد، نوموړي په څلورو اورونو کې يوه وېکټه واخيسته او ۲۴ منډې يې ورکړې. د ده تر څنګ مجيب رحمان ځدراڼ او کريم جنت يوه يوه وېکټه واخيسته.

تر دې وړاندې افغانستان په دوو لوبو کې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه او د لوبو دغه لړۍ يې ګټلې وه.

افغانستان د جون پر ۱۴ له هند سره خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*