کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » د راشد، نبي او مجیب توپ اچونې د بنګلدیش منډې تر ۱۳۴ محدودي کړې

د راشد، نبي او مجیب توپ اچونې د بنګلدیش منډې تر ۱۳۴ محدودي کړې

افغان سکور: د افغانستان او بنګلدیش تر منځ دوهمه شل اوریزه لوبه روانه ده چې د افغان سکور فیسبوک پاڼه یې خپلو مینه والو ته په ژوندۍ بڼه ښکاره کوي.

د لوبې پچه شکیب الحسن وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه.

دا ځل مجیب الرحمن په لومړي بال وکټ وانه خیست خو په لومړي اور کې يې يوازي یوه منډه جوړه شوه، چې له امله یې په دوهم اور کې د بنګلدیش لوبغاړي لیټون ډاس تر فشار لاندي د شپږیږې وهلو هڅه وکړه او د شاپور ځدراڼ پر بال باندي د راشد خان په کیچ اوټ شو.

په ننۍ لوبه کې یو ځل بیا راشد خان وځلید، نوموړي په څلورو اورونو کې يوازي ۱۲ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي يې وسوځول.

محمد نبي دوه، کریم جنت او شاپور ځدراڼ یو یو لوبغاړي وسوځول.

مجیب الرحمن که څه هم ډېره ښه توپ اچونه وکړه خو هیڅ لوبغاړي يې ونه سوځواوه. نوموړي په ۴ اورونو کې يوازي ۱۵ منډې ورکړې.

د شاپور ځدران په ۴ اورونو کې ۴۲ منډې او د کریم جنت په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې جوړي شوې.

د محمد نبي په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې جوړي شوې.

د بالنګ سکور په لاندي ډول دی:

بلخوا د بنګلدیش په لوبډله کې تر ټولو ښه لوبه تمیم اقبال وکړه، نوموړي په ۴۸ بالونو ۴۳ منډې وکړې، مشفق الرحیم په ۱۸ بالونو ۲۲، ابو حیدر په ۱۴ بالونو ۲۱، محمدالله ۱۴، شبیر الرحمن ۱۳ او نور لوبغاړي ونه توانېده چې تر لس منډو زیاتې جوړي کړي.

د بنګلدیش سکور په لاندي ډول دی:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*