کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » انګلینډ پاکستان ته په دوهم ټیسټ کې ستره ماتې ورکړه

انګلینډ پاکستان ته په دوهم ټیسټ کې ستره ماتې ورکړه

افغان سکور: انګلینډ په دوهمه ټیسټ لوبه کې پاکستان ته په یوه اننګز او ۵۵ منډو ماتې ورکړه او سیریز یې برابره کړه.

دغه ټیسټ چې د دواړو هیوادونو تر منځ دوهمه او وروستۍ لوبه وه، د انګلینډ په لیډز ښار کې تر سره شوه.

د لوبې په پیل کې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

انګلینډ په لومړۍ ورځ د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۷۴ منډو وسوځول او بیا یې خپله په توپ وهنه پیل وکړ چې تر دریمې ورځې يې دوام وکړ او انګلینډ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۳ منډې جوړي کړې.

ددوی لا ټول لوبغاړي نه وو سوځېدلې چې خپل اننګز یې ډکلیر کړ او پاکستان ته یې د توپ وهنې فرصت ورکړ.

پاکستان دوهم ځل تر اول هم خرابه توپ وهنه وکړه او یوازي په ۱۳۴ منډو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

په دې توګه د پاکستان د دواړو اننګزو منډې ۳۰۸ شوې او لوبه یې په ۵۵ منډو وبایلله.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*