کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » لیډز ټیسټ: د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۷۴ منډو وسوځېدل

لیډز ټیسټ: د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۷۴ منډو وسوځېدل

افغان سکور: د لیډز په ټیسټ کې د پاکستان ټول لوبغاړي پر ۱۷۴ منډو وسوځېدل.

د لوبې پچه د پاکستان کپتان وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه چې د انګلینډ بالرانو ناسمه ثابته کړه.
د پاکستان د سر توپ وهونکي یو په بل پسې په ډېره ارزانه وسوځېدل او یوازي اوم نمبر شاداب خان وو چې د پاکستان سکور یې لږ وغځوی او په ۵۲ بالونو یې ۵۶ منډې جوړي کړې.

نوموړي لس څلوریزي ووهلې.

همداسي په وروستۍ برخه کې حسن علي چټکه توپ وهنه وکړه او په ۱۶ بالونو یې ۲۴ منډې جوړي کړې.
اسد شفیق او حارث سهیل هم ښه شوه، دواړو ۲۷ او ۲۸ منډې جوړي کړې.

کپتان سرفراز او بالر محمد عامر ۱۴ او ۱۳ منډې جوړي کړې.

د پاکستان اوپنران اظهرعلي او امام الحق په ۲ او ۰ اوټ شول.

عثمان صلاح الدین په خپل لومړنۍ ټیسټ لوبه کې په لومړي اننګز کې یوازي ۴ منډې جوړي کړې او فهیم اشرف په صفر اوټ شو.

بالر محمد عباس هم یوه منډه وکړه. خو تر یو څه وخته یې د شاداب خان ښه سپورټ وکړ.

د انګلینډ له لوري څلورو بالرانو توپ اچونه وکړه، جیمز انډرس ۳، سټیوراټ بروډ ۳ او کریس واکس ۳ لوبغاړي وسوځول، نوي بالر سام کیرن په خپل لومړني ټیسټ کې وروستی وکټ د شاداب خان واخیست.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*