کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهم ټیسټ پیل شو

د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهم ټیسټ پیل شو

افغان سکور: د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه د انګلینډ په لیډز کې پیل شوه.

پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

تر اوسه د پاکستان څلور لوبغاړي د اوپنرانو په ګډون سوځېدلي دي او په ۲۵ اورونو کې يې ۶۴ منډې جوړي کړي دي .

اظهر علي ۲ منډې جوړي کړې، امام الحق په صفر وسوځېد او حارس سهیل ۲۸ منډې جوړي کړې. اسد شفیق په ۲۷ باندي وسوځېد.

اوس مهال سرفراز احمد او عثمان صلاح الدین توپ وهنه کوي.

که د وکټونو غورځېدل په همدې چټکتیا سره روان وه، بعیده نه ده چې د پاکستان ټول لوبغاړي همدا نن ډېر ژر وسوځیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*