کور پاڼه » فټبال » رونالډو د ۸ کلونو د بند سره مخ دی

رونالډو د ۸ کلونو د بند سره مخ دی

افغان سکور: د ریال مدرید نوم وتی لوبغاړی کریستیانو رونالډو په اسپانیا کې د ۸ کلونو د بند سره مخ دی.
پر نوموړي تور دی چې حکومت ته یې د مالیې ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د راپورونو سره سم د اسپانیا د مالیي را ټولولو ادارې د رونالډو هغه غوښتنه رد کړې چې له مخې يې نوموړي د ۱۴ ملیون یورو ورکړه منلې وه او غوښتنه یې کړې وه چې دده د بند موده دي دوه کلونو ته را کمه شي. په اسپانوي قانون کې د مالیې د نه ورکړي په تور که سزا دوه کلونو ته را ټیټه شي بیا بند لغوه کیږي.

پر نوموړي باندي د تېر کال ۲۰۱۷ په جون میاشت کې د قاضیانو له لوري د ۱۴.۸ ملیونو یورو د مالیې د نه ورکړي تور پوري شوی وو، چې اوس یې په وینا دغه مبلغ ۲۸ ملیونه یورو ته پورته شوی ، ځکه چې جریمې، د محکمو فیسونه او سود به هم باندي اچول کیږي.

نوموړی به یا دغه مبلغ سپاري او یا به هم په روسیه کې د نړیوال جام وروسته محکمې ته حاضریږي. که بلفرض محکمې ته ولاړ شي نو کیدای شي هغه په اته کلونو بند محکوم شي.

د کتونکو په نظر رونالډو ځکه هم د ریال مدرید څخه د وتلو ګواښ وکړ، چې په نظر یې د ریال مدرید مالکانو په دغه قضیه کې دده ملاتړ هغه سي ونه کړ لکه څرنګه چې په کار وه.

د رونالډو وروستي لس په زړه پوري ګولونه دلته وګورئ:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*