کور پاڼه » فټبال » زین الدین زیدان د ریال مدرید څخه استعفا ورکړه

زین الدین زیدان د ریال مدرید څخه استعفا ورکړه

افغان سکور: د ریال مدرید فرنسوي روزونکي زین الدین زیدان استفعا ورکړه.

نوموړي دغه اعلان په داسي وخت کې وکړ چې تازه یې د اروپايي اتلانو لیګ پایلوبه د دریم ځل لپاره پر لپسې وګټله.

زیدان په خبري کانفرانس کې وویل: نه غواړم چې په ریال مدرید کې نور پاتې شم، دا زما لپاره ډېره سخته پرېکړه ده، خو دغه لوبډله تغیر ته اړتیا لري تر څو خپلې بریاوي وساتلای شي، باید نوی څوک ورته انتخاب شي.
نوموړي زیاته کړه چې ریال مدرید لوبډلې او د هغې مشر سره مینه لرم.

بل اړخ ته د ریال مدرید کلب رئیس فلورنتینو بیریز چې د زیدان تر څنګ ناست وو، ویل، زمونږ د تمې خلاف زیدان د استعفا پرېکړه وکړه، په ځانګړي ډول په داسي وخت کې چې تازه مو د اروپايي اتلانو لیګ ګټلی وو. مونږ بېله دې چې د زیدان د پریکړې احترام وکړو، نور څه نه لرو، په دغه خبر ډېر متاثره شوم.

د یادونې ده چې د فټبال څخه تر تقاعد مخکې زین الدین زیدان د ریال مدرید لوبغاړی هم پاتې شوی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*