کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهم ټیسټ لوبې ته کتنه

د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهم ټیسټ لوبې ته کتنه

افغان سکور: سبا (جون ۱) د انګلینډ او پاکستان تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه د انګلینډ په لیډز ښار کې د هیډنګلې په کرېکټ ګراونډ کې ترسره کیږي.

میلمانه لوبغاړي به په دغه لوبه کې پر ځان باور ډېر لري ځکه چې لومړی ټیسټ لوبه یې په لارډز کې په ډېره اسانۍ سره وګټله.

بلخوا انګلینډ چې د خپلو ستورو لوبغاړو د توپ وهنې له خراب فارم څخه کړیږي، اندېښمن وي چې پاکستان باندي وایټ واش ونه کړي.

د انګلینډ لوبغاړي د نیوزیلینډ پر خلاف هم په وروستیو کې ښه نه وه ځلیدلي او په لارډز کې خو له سره بې بسه ښکارېده.

دوی په لومړي او دوهم اننګز کې یوازي ۱۸۴ او ۲۴۲ منډې جوړي کړې.

د پاکستان تیز توپ اچوونکي (بالران)

د پاکستان تیز توپ اچوونکي به یو ځل بیا هیله من وي چې د تېر په څېر ښه وځلیږي، په ځانګړي ډول محمد عباس او محمد عامر، دوی دواړو په یوازي ځان ۱۳ وکټه واخیسته، محمد عباس ۸ او محمد عامر پنځه لوبغاړي وسوځول.

د انګلینډ جیمس انډرسن:

جیمس انډرسن په ټیسټ رینکنګ کې دوهم غوره توپ اچوونکی دی.

نوموړی په لارډز ټیسټ کې ۴ لوبغاړي وسوځول، هغه به دا ځل هیله من وي چې تر دې هم ښه لوبه وکړي.
نوموړي په تیرو ۱۰ ټیسټ لوبو کې ۴۳ وکټه اخیستي دي.

ځکه نو هغه د انګلینډ د بریدګرو بالرانو مشر دی، نوموړی وايي دا ځل به انګلینډ ټول زور ولګوي تر څو پاکستان د سختیو سره مخ کړي.

د میدان رپورټ:

راپورونو له مخې کیدای شي د ټیسټ لوبې په لومړیو دوه ورځو کې بارانونه وشي چې له امله یې کیدای شي لوبه هم منځ منځ کې وځنډیږي.

پچ به د پیسرانو (تیز بالرانو) لپاره په ځانګړي ډول سوینګ لپاره همکار وي.

سټوکس:

د انګلینډ آل راونډر بن سټوکس ګډون شکمن شوی، ځکه چې د پښو پلې یې زخمي شوي دی، د نوموړي په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې خو د انګلینډ لوبډلې ویلي که سټوکس جوړ نه شو نو پر ځای به یې تیز بال اچوونکی «سام کارن» ګډون وکړي.

دواړو لوبډلو سکواډ (لوبغاړي):

انګلینډ:

Joe Root (captain), Mark Stoneman, Alastair Cook, Dawid Malan, Ben Stokes, Jos Buttler, Jonny Bairstow (wicket-keeper), Chris Woakes, Stuart Broad, James Anderson, Dom Bess, Mark Wood, Sam Curran

پاکستان:

Pakistan: Sarfraz Ahmed (captain and wicket-keeper), Azhar Ali, Imam-ul-Haq, Sami Aslam, Haris Sohail, Fakhar Zaman, Saad Ali, Asad Shafiq, Usman Salahuddin, Shadab Khan, Mohammad Amir, Mohammad Abbas, Hasan Ali, Rahat Ali, Faheem Ashraf.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*