کور پاڼه » فټبال » نړیوال جام: صلاح د درو اونیو څخه تر څلورو فټبال نشي کولای

نړیوال جام: صلاح د درو اونیو څخه تر څلورو فټبال نشي کولای

افغان سکور: د مصر مشهوره لوبغاړی محمد صلاح د اوږې د ټپې کېدو له وجې د درو څخه تر څلورو اونیو فټبال نشي کولای.

محمد صلاح په انګلش پریمییر لیګ کې د لیورپول لوبغاړی دی، نوموړي په تېر سیزن کې ۴۴ ګولونه ووهل او د فټبال رایټرز اسوسیشن له لوري د کال غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړی د ریال مډریډ پر خلاف د اروپا اتلولۍ په لیګ کې ټپي شو.

محمد صلاح د مصر هیواد دی، مصر د هغه په مټ ۳۸ کاله وروسته نړیوال جام ته لاره موندلې ده چې په روسیه کې د روان کال جون میاشتي پر ۱۴مي پیلیږي.

مصر د جون پر ۱۵مه د اوروګوايي سره مخ کیږي او بیا د جون پر ۱۹مه د کوربه هیواد روسیې سره او بیا پر ۲۵مه نیټه د سعودي عربستان سره مخ کیږي.

د لیورپول د فیزیوترافي ډاکټر وویل چې محمد صلاح به د درو یا څلورو اونیو لپاره فټبال نشي کولای چې په دې توګه هغه کیدای شي په لومړنیو لوبو کې برخه وانه خلي. خو محمد صلاح او ډاکټر یې ټینګار کړی چې دوی به خپل ټول وس وکړي چې نوموړی ژر تر ژره روغ شي او لوبو ته اماده شي.

د یادونې ده چې مصر هیواد یوازي ۳ ځله نړیوال جام ته وتلی دی، وروستی ځل یې ۳۸ کاله تر مخه وو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*