کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » د افغانستان پر وړاندي د بنګلدیش لوبډله: د مستفیض پر ځای ابو الحسن وټاکل شو

د افغانستان پر وړاندي د بنګلدیش لوبډله: د مستفیض پر ځای ابو الحسن وټاکل شو

افغان سکور: د بنګلدیش وتلی تیز توپ اچوونکی لوبغاړی مستفیض الرحمن په آي پي ایل کې تر ټپي کېدو وروسته د افغانستان پر وړاندي د بنګلدیش د لوبډلې څخه وایستل شو.

د بنګلدیش کرېکټ بورډ اوس لږ ګړی مخکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د نوموړي پر ځای به ابو الحسن د لوبډلې برخه شي.

د بنګلدیش لوبډله له وړاندي هندوستان ته رسیدلې تر څو د افغانستان پر وړاندي د لوبې تر مخه تمرینونه وکړي او ټاکل شوې چې ابو الحسن هم نن ور ورسیږي.

ابو الحسن ۲۵ کاله عمر لري، نوموړی میډیم پیسر دی، نوموړي وروستۍ لوبې د سریلانکا او زبمباوې پر خلاف کړي.

ابوالحسن په کال ۲۰۱۲ کې لومړی نړیواله لوبه کړې خو له هغه راهیسي نه دی توانیدلی چی هر وخت د بنګلدیش د لوبډلې برخه وګرځيږي.

ابوالحسن نړیواله شل اوریزه لوبه په کال ۲۰۱۲ کې کړې، چې په هغې کې یې دوه ویکټه واخیسته او اکانومي ریټ یې ۹.۸۱ وو.

نوموړي په بنګلدیش پریمییر لیګ کې ۱۰ ویکټه واخیسته او اکاونومي ریټ یې ۸.۱۳ وو. چی کیدای شي همدا فعالیت یې د دې سبب شوی وي چې اوس د مستفیض پر ځای انتخاب شو.

ټاکل شوې چې افغانستان او بنګلدیش درې لوبې وکړي چې پر دریمه د جون، پنځمه او اومه به تر سره شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*