کور پاڼه » کرېکټ » «نور چې هره نړیواله لوبډله هند ته ځي له افغانستان سره به یوه سیالۍ لري»

«نور چې هره نړیواله لوبډله هند ته ځي له افغانستان سره به یوه سیالۍ لري»

افغان سکور: د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هند د کرکټ ادارې ډایریکټر امیتاب چودري ورسره ژمنه وکړه چې هغه نړیوالې کرکټ لوبډلې چې هندوستان سره د لوبو په موخه یاد هېواد ته راځي افغانستان سره به تمريناتي لوبې ترسره کوي چی دا سیالۍ به د افغانستان لپاره نړیوالو لوبو حیثیت ولري.

د هند کرکټ ادارې ډایریکټر امیتاب چودري نن کابل ته راغلی او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل سره یې کتلي دي.

کرکټ بورډ وايي چې په دغه ناسته کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د راتلونکې تاريخي ټيسټ لوبې او د یاد هېواد له لورې افغانستان ته د نوې لوبغالي په ورکړې خبرې وشوې .

د خبرپاڼې له مخې امیتاب چوهدري ژمنه وکړه ، چې د هند غوره ليګ ای پي ایل په راتلونکي کال کې به نورو افغان لوبغاړو ته هم د لوبيدو زمينه برابره شي .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*