کور پاڼه » کرېکټ » ورلډ الیون د ویسټ انډیز پر وړاندي – ټول اړین معلومات

ورلډ الیون د ویسټ انډیز پر وړاندي – ټول اړین معلومات

افغان سکور: د مئي پر ۳۱مه یعني سبا به د ورلډ الیون او ویسټ انډیز تر منځ د لندن په لارډز تاریخي لوبغالي کې شل اوریزه لوبه تر سره شي.

ویسټ انډیز په اوس وخت کې د نړیوالو شل اوریزو لوبو چمپین اړخ دی، دوی به د نړۍ د مختلفو هیوادونو د وتلیو کرېکټرانو سره په یوه تبلیغاتي او خیریه لوبه کې مخامخ شي.

ددغه لوبې څخه تر لاسه شوي پیسې به په ویسټ انډیز کې پر هغو سیمو باندي مصرف شي چې د طوفان له امله تخریب شوي دي.

چیري یې کتلای شئ:

دغه لوبه به پر سکای سپورټس باندي په مستقیم ډول خپره شي. د افغانستان په وخت نهه نیمې بجې ماخوستن.

د ویسټ انډیز له لوري به لاندي لوبغاړي په کښي ګډون وکړي:

Windies XI: Samuel Badree, Carlos Brathwaite (captain), Rayad Emrit, Andre Fletcher, Chris Gayle, Evin Lewis, Ashley Nurse, Keemo Paul, Rovman Powell, Denesh Ramdin (wk), Andre Russell, Marlon Samuels, Kesrick Williams.

ورلډ الیون کې به لاندي لوبغاړي وي:

شاهد افریدي به یې کپتاني کوي.. راشد خان هم په کي ګډون لري.

ICC World XI: Sam Billings, Shahid Afridi (captain), Tamim Iqbal, Dinesh Karthik, Rashid Khan, Sandeep Lamichhane, Mitchell McClenaghan, Shoaib Malik, Thisara Perera, Luke Ronchi, Adil Rashid, Mohammed Shami, Tymal Mills, Sam Curran

د آی سي سي ټویټر اکاونټ وايي چې ورلډ الیون یوه ځانګړتیا دا هم ده چې پاکستاني او هندي لوبغاړي به په یوه اړخ کې لوبه کوي او چینجنګ روم به شییر کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*