کور پاڼه » کرېکټ » لوبغاړي » ګریم سمیت: د اې بي ډیولییرز ځای به کله هم ډک نه شي

ګریم سمیت: د اې بي ډیولییرز ځای به کله هم ډک نه شي

افغان سکور: د جنوب افریقا پخواني کپتان ګریم سمیت ویلي چې د ای بي ډیولییرز خالي ځای به کله هم ډک نه شي.

نوموړي ویلي چې د هغه د تقاعد د جنوب افریقا لپاره تر ټولو لویه صدمه وه.

ډیولییرز د مئي ۲۳ څخه په رسمي ډول د نړیوال کرېکټ څخه د تقاعد پرېکړه وکړه.

تمه کېده چې نوموړی به اقلا تر راتلونکي نړیوال جام پوري په جنوب افریقا لوبډله کې پاتې شي.

د کرکیټ پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام راتلونکی کال تر سره کیږي.

د نوموړي د تقاعد پرېکړه د ډیرو کرکټرانو او مبصرینو لپاره ناڅاپې او د تمې خلاف وه.

ګریم سمیت یې په اړه وویل چې ما داسي فکر کوی ډیولییرز به د کال ۲۰۱۹ نړیوال جام وروسته تقاعد شي، هغه په آی پي ایل کې ډېرې ښې لوبي وکړې او همداسي د جنوب افریقا په فرسټ کلاس کرېکټ کې ښه وځلید، ما هیڅ ګمان نه کاوه چې هغه به ریټایر شي. د هغه ځای ناستی به کله هم ونه موندل شي، دا به داسي وي لکه د هندۍ لوبډلې څخه چې ویرات کوهلي وایستل شي. جنوب افریقا اکس فکټر لوبغاړی له لاسه ورکړ چاچي کولای شوای په یوازي ځان لوبډله تر بریا ورسوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*