کور پاڼه » کرېکټ » د افغانستان کرېکټ » د کریم صادق په نه انتخاب د تاج ملک عالم توند غبرګون

د کریم صادق په نه انتخاب د تاج ملک عالم توند غبرګون

افغان سکور: د افغانستان د کرکټ لوبډلې پخوانی روزونکی او د کرکټ بورډ کارکوونکي د بنګلادیش او هند سره د شل اوریزو او یواځيني ټیسټ سیالیو ته د کریم صادق په نه انتخاب توند غبرګون ښودلی دی.

کریم صادق څه موده وړاندې ویلي وو چې د هند سره سیالۍ ته دې دی انتخاب شي نو دی به وروستۍ لوبه وکړي او له هر ډول کرکټ څخه به استعفا ورکړي.

خو د غوراوي کمېټې هغه یو ځل بیا لوبې ته انتخاب نه کړ او په غبرګون کې یې تاج ملک عالم په خپلې فیسبوک پاڼې ولیکل چې دی دا پریکړه غندي.

هغه وویل چې د کریم صادق په اړه د ولي امین (غواروي کمېټې غړی) دلیل غندي، ځکه نجیب ترکی هم سینیر ده.

هغه زیاته کړې چې د چیف سلیکټر لپاره د ده او نوروز منګل مقابله وه خو وروسته هغه انتخاب شو.

تاج ملک لیکلي: «که زه وای نو قسم چې زما د کورنۍ هېڅ غړی به په یو ټیم کې هم نه وای. تاسو په کومو سترګو خپل ورونه انتخابوئ».

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*