کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » د بنګلدیش کپتان شکیب الحسن د افغانستان لوبډله «برلاسې» وبلله

د بنګلدیش کپتان شکیب الحسن د افغانستان لوبډله «برلاسې» وبلله

افغان سکور: د بنګلدیش د شل اوریزو او ټیسټ لوبډلو کپتان شکیب الحسن په خپلې وروستۍ مرکه کې د افغانستان سره د لوبې په اړه وویل چې د افغانستان لوبډله د بنګلدیش پر وړاندي برلاسې ده.

نوموړي وویل چې که څه هم په شل اوریزو لوبو کې دا توقع کول چې څوک به یې ګټي، تر وخت مخکې خبره ده خو که زما نظر غواړئ، نو افغانستان تر مونږ دوه قدمه وړاندي ده، ځکه نو دوی تر مونږ برلاسي دي.

افغانستان د نړیوالو شل اوریزو لوبو په رینکنګ (ترتیب) کې تر افغانستان دوه درجې لوړ ده، بنګلدیش لسم او افغانستان اتم مقام لري.

شکیب وویل چې د هندوستان پریمییر لیګ په وروستیو سیالیو کې دده ګډون دا مرسته ورسره کوي چې د هندوستان په ډګرونو باندي ښه بلد شي.

شکیب الحسن د هندوستان په پریمییر لیګ کې د راشد خان د لوبډلې «حیدراباد سنرایزرز» غړی وو.

نوموړي وویل، د بنګلدیش لوبډله باید دا زده کړي چې هر وخت برید کوونکي کرېکټ باندی ونه شي، بلکې حالاتو ته په کتو بیټنګ او بالنګ عیار شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*