کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » د افغانستان لپاره زیری: بنګالی سپیشلسټ بالر مستفیض ټپي او بهر شو

د افغانستان لپاره زیری: بنګالی سپیشلسټ بالر مستفیض ټپي او بهر شو

افغان سکور: د بنګلدیش لوبډلې او مینه والو لپاره تازه بد خبر دا دی چی د شل اوریزو لوبو وتلی لوبغاړی مستفیض الرحمن د پښې په بټه ګوته کې ټپي شوی او نشي کولای چې د افغانستان پر خلاف لوبه کې ګډون وکړي.

د بنګلدیش کرکیټ بورډ دغه خبر تایید کړی دی او ویلي یې دي چې دوی اوس د نوموړي پر بدیل غور کوي.

بورډ ویلي چې مستفیض د هندوستان په پریمیر لیګ کې ټپي شوی او لږ تر لږه دوه درې اونۍ غواړي چې روغ شي.

د یادونې ده چې د بګلدیش لوبډله به د پنجشنبې په ورځ هندوستان ته سفر وکړي تر څو د ۳ شل اوریزو سیالي کې برخه واخلي.
دغه لوبې پر ۳، ۵ او ۷مه نیټه په راجیو ګاندي نړیوال سټیډیم کې تر سره کیږي.

افغانستان لوبډلې نن د دغې سیالي لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د مستفیض الرحمن ټپي کېدل د افغانستان لوبډلې لپاره زیری بلل کیږي ځکه چې هغه په شل اوریزو لوبو کې د بنګلدیش په لوبډله کې تر ټولو تکړه بالر بلل کیږي.

دا هم باید وویل شي چې افغانستان له وړاندي د دولت ځدران له بالنګ څخه محروم شوی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*