کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » سرفراز احمد ته د ټیسټ لوبې څخه د بندیز ګواښ

سرفراز احمد ته د ټیسټ لوبې څخه د بندیز ګواښ

افغان سکور: د پاکستان د ټیسټ لوبډلې مشر سرفراز احمد وروسته تر هغه چې د لارډز ټیسټ لوبه یې وګټله او د «سلو اور ریټ» په وجه جرمانه شو، د ټیسټ لوبې څخه د بندیز سره مخ دی.

نوموړی باندي تور پوري شو چې په لارډز ټیسټ کې یې په لوبغاړو کراره توپ اچونه کړې، چې له امله یې د لوبې ۳ اوره کم شول.

کله چې لوبه پایته ورسیده د آی سي سي میچ ریفري «جیف کرو» دې اړخ ته پام وکړو. او پرېکړه وشوه چې د لوبغاړو د میچ فیس څخه به ۳۰ سلنه او د سرفراز احمد د فیس څخه به ۶۰ سلنه کمیږي.

که د پاکستان لوبډله په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ورته عمل تکرار کړي نو له مخي به یې پر کپتان سرفراز احمد د یوې ټیسټ لوبې بندیز ولګیږي.

پاکستان د انګلینډ سره دوهم ټیسټ لوبه د جون پر لومړۍ نیټه لري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*