کور پاڼه » فټبال » میسي وايي دغه درې هیوادونه به نړیوال جام ګټي…

میسي وايي دغه درې هیوادونه به نړیوال جام ګټي…

افغان سکور: د ارجنټین هیواد مشهور لوبغاړی چې د اسپانیې په برشلونه کلب کې په لوبې شهرت لري، هغه درې هیوادونه په نښه کړي چې دده په نظر کیدای شي د روسیې نړیوال جام وګټي.

نوموړي د کال ۲۰۱۸ نړیوال جام لپاره درې هیوادونه ونومول، برازیل، جرمني او اسپانیه.

میسي په تلویزوني مرکه کې وویل: توقع د برازیل، اسپانیه او جرمني څخه ده، مونږ به هره لوبه ځانته کوو او مهمه به وي چې لومړنۍ لوبه وګټو.

نوموړی خپله لوبډله د نړیوال جام د ګټونکو ډلو په نوملړ کې نه ده یاده کړې خو د ارجنټین اوسنۍ ډله یې ستایلي ده.

ارجنټین د نړیوال جام په څلورم ګروپ کې د ایسلانډ، کروشیا او نایجیریا سره لوبه کوي.

د ارجنټین لوبډله په لاندي ډول ده:

ګول ساتونکي: سرجیو رومیرو، ویلي کابلیرو او فرانکو ارماني.

دفاعي لوبغاړي: جبریل مارکادو، جاویر ماششرانو، نیکولاس اوتمانیدي، فیدریکو فازیو، مارکوس روهو، نیکولس تاګلیافیکو، مارکوس اکونا او کریستیان انسالدي شامل دي.

منځني لوبغاړي: مانیل لانزیني، ماکسیمیلانو میزا، لوکس بیګیلا، ایور بنیګا، جیواني لوسیلسو، انجل دي ماریا، کریستیان پاون، ایدوارد سالویو دي.

حمله کونکي یا فارورډ لوبغاړي: لیونل میسي، پاولو ډيبلا، سرجیو اګویرو او ګونزله هیوګوین شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په روس هېواد کې د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل کیږي، او د جولایي میاشتې په ۱۵مه نېټه به پای ته رسیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*