کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » د افغانستان سره په ټیسټ کې د هندي لوبغاړي «ساها» ګډون شکمن شو

د افغانستان سره په ټیسټ کې د هندي لوبغاړي «ساها» ګډون شکمن شو

افغان سکور: د افغانستان سره د راتلونکي میاشتې په ټیسټ لوبه کې د هندي وکټ کیپر او بیټسمین لوبغاړي «ساها» ګډون شکمن شو.

نوموړی د لوبې پر مهال ټپي شوی او لا مالومه نه ده چې هغه به د افغانستان په لومړي ټیسټ لوبه کې ګډون وکړای شي او کنه؟

۳۳ کلن «ساها» په آی پي ایل کې د حیدراباد سنرایزرز لپاره لوبه کوله، هغه د کلکتا نایټ رایډرز پر خلاف لوبه کې تېره اونۍ ټپي شوی و.

د هندوستان د کرېکټ بورډ «بي سي سي آی» ویلي چې دوی به د ساها روغتیايي حالت څاري او د لوبې تر مخه به د هغه ټپ وګوري.
د یادونې ده چې د هندوستان کرېکټ بورډ له مخکې د ټیسټ لپاره لوبډله اعلان کړې ده چې په هغې کې ساها هم ګډون درلود، که چیري هغه روغ نه شي نو پر ځای به یې «پارتیو پټېل او یا ډینیش کارتیک» واخیستل شي. دوی دواړه هم وکټ کیپر توپ وهونکي دي.

ډینیش کارتیک د محدودو اورونو په لوبډله کې مستقل غړی دی خو په ټیسټ کې ډېر ګډون نه کوي، بلخوا پټېل بیا روان کال د جنوب افریقا پر خلاف په دوه ټیسټو لوبو کې ولوبېدی.

افغانستان او هندوستان تر منځ به د ټېسټ لوبه د جون میاشتې پر ۱۴مه پیل شي.

دغه لوبه چې ۵ ورځې دوام کوي، د افغانستان لپاره لومړنۍ ده او تاریخي حیثیت لري.

هیره دي نه وي چې د افغانستان له لوري تر اوسه د ټیسټ لپاره لوبډله نه ده اعلان شوې خو دولت ځدراڼ د تمرین پر مهال د ټپي کېدو له امله نشي کولای چې ګډون وکړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*