کور پاڼه » کرېکټ » راشد خان د کال ۲۰۱۸ د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچوونکی انتخاب شو / انځورونه

راشد خان د کال ۲۰۱۸ د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچوونکی انتخاب شو / انځورونه

افغان سکور: د افغانستان د ملي لوبډلې وتلی توپ اچوونکی راشد خان ارمان په هندوستان کې د سياټ (CEAT Awards) له لوري د کال ۲۰۱۸ غوره بالر انتخاب او انعام ورکړل شو. نوموړي په آی پي ایل کې ۲۱ وکټه واخیسته او همداسي د کال له پیله ځلیدلی دی.

پخواني کرکټر او کوچ او تبصره کوونکی ټوم موډي راشد خان ته انعام ورکړ، نوموړي وویل: ډېر خوښ یم چې د کال د شل اوریزو لوبو غوره بالر انعام راشد خان ته ورکوم.

نن په د هندوستان په ممبئ ښار کې د «سياټ کمپنۍ» له خوا د کال ۲۰۱۸ غوره لوبغاړو ته د انعامونو ورکولو غونډه را بلل شوې وه او په کښي لاندي انعامونه وویشل شول:

۱- راشد خان د کال ۲۰۱۸ د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی.

۲- ویرات کوهلي: د کال غوره نړیوال لوبغاړی

۳- شیکر داون د کال غوره توپ وهونکی

۴- ټرنټ بولټ کال غوره نړیوال توپ اچوونکی

۵- کولن مونرو د شل اوریزو غوره اوپنر بیټسمین

نور تفصیل لاندي:

Awards: CEAT International Cricketer of the Year Virat Kohli

CEAT International Batsman of the Year Shikhar Dhawan

CEAT International Bowler of the Year Trent Boult

CEAT T20 Bowler of the Year – Rashid Khan

CEAT T20 Batsman of the Year – Colin Munro

CEAT Outstanding Innings of the Year – Harmanpreet Kaur

CEAT Domestic Player of The Year – Mayank Agarwal

CEAT U 19 Player of The Year – Shubhman Gill

CEAT Popular Choice Award – Chris Gayle

CEAT Lifetime Achievement Award – Farokh Engineer.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*