کور پاڼه » کرېکټ » د افغانستان کرېکټ » د بنګلدیش پر وړاندي د افغانستان ملي لوبډله سبا اعلانیږي

د بنګلدیش پر وړاندي د افغانستان ملي لوبډله سبا اعلانیږي

افغان سکور: د راتلونکي جون میاشتي پر ۳، ۵ او ۷مه باندي د افغانستان د ملي لوبډلې او بنګلدیش تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو سیالي تر سره کیږي.

بنګلدیش له وړاندي خپله لوبډله اعلان کړې ده. خو ټاکل شوې چې د افغانستان لوبډله سبا اعلان شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې دوی به هم سبا سې شنبه (مئ ۲۹ مه) پر یولس بجې د یوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې خپله لوبډله اعلان کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان په لوبډله کې به دولت ځدراڼ نه وي ځکه چې هغه د تمرین پر مهال ټپی شوی او په راتلونکو لوبو کې د ګډون څخه پاتې شوی.

کرېکټ بورډ لیکي:

رسنیز بلنلیک

د رسنیو درنو همکارانو!

لکه څرنګه چی تاسې خبر یاست ټاکل شوې د روان ۲۰۱۸ م کال د جون میاشتې په دریمه، پنځمه او اوومه نیټه د افغانستان او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په دهرادون ښار کې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

دغو سیالیو ته د افغانستان د غوراوي کمیټه د خبري ناستې په ترڅ کې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو نوملړ اعلانوي، له ستاسو درنو همکارانو څخه په درنښت هیله کیږي چی د خبري پوښښ لپاره د تل په څیر خپل یو خبریال دې غونډې ته راواستوئ.

نیټه: سبا سه شنبه د می ۲۹ مه

وخت: د ورځې ۱۱ بجې

پته: کابل افغانستان د افغانستان کرکټ بورډ مرکزي دفتر.

د بنګلدیش لوبډله:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*