کور پاڼه » کرېکټ » په لارډز ټیسټ کې د بریا وروسته د پاکستاني بالرانو رینکنګ بهتره شو

په لارډز ټیسټ کې د بریا وروسته د پاکستاني بالرانو رینکنګ بهتره شو

افغان سکور: د پاکستان او انګلینډ تر منځ په لارډز تاریخي لوبغالي کې د لوبې وروسته د پاکستاني بالرانو د ټیسټ رینکنګ بهتره شوی دی.

محمد عباس چې ۸ وکټه یې واخیسته، نهه نومرې را مخته شوی، د ۲۹م نمبر څخه ۲۰م ته راغلی.

محمد عامر چې پنځه وکټه یې واخیسته، پنځه نومرې ښه شوی، هغه ۳۲ او حسن علي چې څلور وکټه یې واخیسته ۶۱م نمبر ته را پورته شوی.

د یادونې ده چې د انګلینډ توپ اچوونکی جیم اینډرسن اوس هم پر خپل لومړي مقام پاته دی.

په بیټنګ کې هم اسد شفیق، حارث سهیل او بابر اعظم ښه شوي خو بیا هم تر ۵۰م نمبر لاندي دي.

که څه هم پاکستان د لارډز ټیسټ لوبه وګټله خو په ټیسټ رینکنګ کې يې بدلون نه دی راغلی، که چیري پاکستان د انګلینډ څخه راتلونکې لوبه چې د جون په اوله په «لیډز» کې تر سره کیږي، وګټي، نو به پنځم نمبر ته پورته شي او انګلینډ به اوم نمبر ته کښته شي.
اوس انګلینډ په ټیسټ کط پنځم او پاکستان اووم نمبر هیواد دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*