کور پاڼه » فټبال » فټبال: مصری لوبغاړی محمد صلاح به په نړیوال جام کې لوبه وکړي؟ صلاح څه وايي؟

فټبال: مصری لوبغاړی محمد صلاح به په نړیوال جام کې لوبه وکړي؟ صلاح څه وايي؟

افغان سکور: د مصر هیواد د فټبال ملي لوبډلې لوبغاړی چې د اروپا لیګ اتلولۍ په پایلوبه کې په اوږه ټپي شو، په لومړي ځل په خپل ټویټر ولیکل چې کیدای شي په راتلونکي نړیوال جام کې ولوبیږي.

نوموړی چې د مصر هیواد د مهمو لوبغاړو څخه دی، نه ګډون به یې د دغه هیواد لپاره په ګرانه تمام شي.

صلاح ولیکل:

د ریال مدرید پر وړاندي پای لوبې شپه زما لپاره ډېره سخته وه، خو زه جنګیالی یم، زه باوري یم چې په روسیه کې به نړیوال جام کې ولوبیږم، تاسو به ټوله پر ما فخر وکړئ.. ستاسو مینه او ملاتړ به ماته هغه قوت راکړي چې ورته اړتیا لرم.

د یادوني ده چې محمد صلاح د ریال مدرید سره په وروستی لوبه کې په ۲۶مه دقیقه کې سخت ټپي شو او له ډګره بیرون ووتی.

که څه هم تر اوسه ټاکل شوې نه ده چې هغه به د روسیې په نړیوال جام کې لوبه وکړای شي او کنه خو ډاکټرانو د ابتدائي تشخیص وروسته د ۳ اونیو استراحت مشوره ورکړې.

مصر به د نړیوال جام په ابتدائي ګروپي لوبو کې د روسیې، سعودي او اوروګوای هیواد پر ضد لوبه وکړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*