کور پاڼه » کرېکټ » هرشا بوګلې: په آي پي ایل کې زما د خوښي لوبغاړی راشد خان وو

هرشا بوګلې: په آي پي ایل کې زما د خوښي لوبغاړی راشد خان وو

افغان سکور: د کرېکټ په نړۍ کې تر ټولو مشهوره هندی ژورنالیست او تبصره کوونکي «هرشا بوګلې» پر خپل ټویټر اکاونټ وویل:

د کال ۲۰۱۸ آي پي ایل تر ټولو خوندور وو، په دغه سیالیو کې زما د خوښې لوبغاړی «راشد خان» وو.

باید وویل شي چې راشد خان د آي پي ایل په کوالیفایر «نیمه پایلوبه» کې سن رایزر ته په یوازي ځان لوبه ور وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی انتخاب شو.

د نوموړي ښې لوبې حیدراباد سن رایزرز تر پای لوبې ورسول.

راشد خان د آی پي ایل په ټولو بالرانو کې د اڼدریو ټای وروسته دوهم نمبر راغلی.

راشد خان ۲۱ وکټه واخیسته.

انډریو ټای چې لومړی راغلی، ۲۴ وکټه یې واخیسته.

په آی پي ایل کې د سر پنځه بالرانو لیست:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*