کور پاڼه » کرېکټ » چینايي سوپر کینګ د آی پي ایل پای لوبه د حیدراباد څخه وګټله

چینايي سوپر کینګ د آی پي ایل پای لوبه د حیدراباد څخه وګټله

افغان سکور: نن د آی پي ایل پایلوبه د چینايي سوپر کینګ او حیدر اباد سن رایزرز تر منځه تر سره شوه چې د چینايي په ګټې پایته ورسیده.

چینايي پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. چې پر ځای وختله.

حیدراباد لوبډلې په خپل وار ۱۷۸ منډې جوړي کړې.

سکور یې په لاندي ډول دی:

په جواب کې د ۱۷۹ هدف چینايي په دوه لوبغاړو سوځېدو سره په ۱۹م اور کې تر لاسه کړ.

د چینايي له لوري اسټرالیايي لوبغاړي شین واټسن ښه توپ وهنه وکړه، نوموړي په ۵۷ بالونو ۱۱۷ منډې جوړي کړې او نا سوځېدلی پاتې شو.

سریش راینا په ۲۴ بالونو ۳۲ او امباټي رایډو په ۱۹ بالونو ۱۶ منډې جوړي کړې.

په ننۍ لوبه کې راشد خان هیڅ وکټه وانخیسته، ځکه چې د چینايي سوپر کینګز لوبغاړو د راشد خان پر بالونو ډېر احتیاط کاوه.

د راشد خان په ۴ اورونو کې یوازي ۲۴ منډې جوړي شوې.

بهونیش کمار هم ښه توپ اوچونه وکړه، نوموړي په ۴ اورونو کې یوازي ۱۷ منډې جوړي شوې خو نور بالران ناکامه وختل او زیاتې منډې یې ورکړې.

د شکیب په یوه اور کې ۱۵ منډې، د سندیپ شرما په ۴ اورونو کې ۵۲ منډې، د سدارت کول په ۳ اورونو کې ۴۳ منډې او بریت وایټ په ۲.۳ اورونو کې ۲۷ منډې جوړي شوې.

لاندي سکور کارډ دی:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*