کور پاڼه » کرېکټ » ‘مودي واخلئ، شاه رخ واخلئ، راشد خان راکړئ’

‘مودي واخلئ، شاه رخ واخلئ، راشد خان راکړئ’

د هند غوره لیګ سیالیو پایلوبه کې د افغان بولر راشد خان ځلېدا د هند پر خواله رسنیو تاوده بحثونه پارولي. د راشد خان په هڅو د هند غوره لیګ کې سنرایزر حیدر اباد سیاله لوبډله کلکته نایټ رېډزر ماته کړه او پایلوبې ته ووتله.

ځکه که د راشد ۳۴ منډې نه وی، ښايي کلکته نایټ رایډرز بریالۍ شوې وی، په دا چې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۱۳ منډو په توپیر ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

د هند ټکره لوبغاړي سچن ټنډوکر هم راشد خان د ټي ۲۰ ښه سپینر بللی. ډېرو خلکو غوښتنه کړې چې راشد خان ته دې د هند تابعیت ورکړل شي.

راشد خان ته ولې هندي تابعیت ورکړل شي؟

د هند ډېری اوسېدونکو د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوراج غوښتي چې راشد خان ته دې د هند تابعیت ورکړي.

سوشما سوراج د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي: “ما ټول ټویټونه ولیدل او د تابعیت خبره د کورنیو چارو وزارت کار دی.”

ځینو ټویټر کارنو لیکلي وو، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د هندي سینما وتلی ستوری شاه رخ خان واخلئ خو راشد خان موږ ته راکړئ، د دغه ټویټ په بدل کې افغان ولسمشر اشرف غني لیکلې و چې “افغانستان په خپل اتل راشد خان باندې ویاړي، او له هندي وګرو یې هم مننه وکړه چې دوی راشد خان د هغه د لوبې له امله ستایي، او هغه یې د ملي کرکټ ډلې ویاړ وباله، او زیاته یې موږ یې هېڅکله چاته نه ورکو.”

لیکوال او طنز لیکونکي کرتیک کیرامالو پر ټویټر لیکلي: “ګران افغانستانه! موږ به مودي درکړو. لطفاً تاسو راشد خان راکړئ.”

راشد خان په لسو بالونو سره ۳۴ منډې جوړې کړې. نوموړي د څو شپږیزو او څلوریزو جوړولو سره سیالې لوبډلې ته۱۷۵هدف وټاکه.

سچن ټڼډوکر هم لیکلي:” ما تل داسې احساس کاوه چې ګواکې راشد خان زموږ ښه سپېنر دی، خو اوس دا خبره پرته له کوم شکه کوم چې راشد خان د ټولې نړۍ ښه سپېنر دی، له دی سربېره هغه ښه توپ اچونکی هم دی، نوموړی ډېر لوړ شخصیت دی.”

د جنوبي هند د فلم صنعت نامتو لوبغاړي مهیش بابو لیکلي: “د راشد خان پر وړاندې زه تسلیم یم، څومره ښکلې لوبه یې وکړه، زه ټول ټيم ته د دې بریا مبارکي وایم.”

پخوانۍ کرېکټ لوبغاړې انجم چوپرا پر ټویټر لیکلي: “دا د ښاغلي خان په حضور کې د کلکته نایټ رایډرز لپاره ښه لوبه وه. راشد خان خپل حضور وښود.”

راشد خان یې په ځواب کې لیکلي: “مننه وروره. ستا فلمونه په شوق سره ګورم.”

یوه ډاکټر ګل لیکلي: “اې آر اېچ: نن به هم داسې لوبه وشي.”

راشد خان: “ناممکنه ده.”

اې آر اېچ: “ولې؟”

راشد خان: “هغه د جمعې ورځ وه، له الله سره وو، نن یکشنبه ده”.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*